''ایبولا به د ۲۰۱۵ تر پایه ختمه شي''

د انځور حقوق AFP
Image caption انټوني بنبوري ځینو موخو ته په رسېدو کې د پاتې راتلو خبره مني.

د ایبولا ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې ډلې مخکنی مشر وايي دغه وژونکې ناروغي د روان میلادي کال ۲۰۱۵ تر پایه له منځه یوړل شي.

انټوني بنبوري په یوه خبري غونډه کې وویل د روان کال په پای ته رسیدو به په ایبولا د اخته کسانو شمېر هم ''صفر'' شي خو دايې ومنله چې د دې ناروغۍ پای نژدې نه دی.

تر اوسه د ایبولا ناروغۍ له امله اته زره تنه مړه شوي چې اکثره یې په سیرالیون ، لایبریا او ګیني کې دي.

هغه دا ومنله چې ده په خپله درې میاشتنۍ د کار موده کې ټاکلي اهداف تر لاسه نکړل چې په خوندي توګه د ایبولا له امله د مړو شویو کسانو خاوروته سپارل او د اویا سلنه ناروغانو درمنله وه.

خو هغه د دغې ناروغۍ په وړاندې د نړیوالې ټولنې د غبرګون ستاینه وکړه او هغه یې ډیر بریالی وباله.

بنبوري زیاته کړه : ''صفر ته د ناروغانو د شمېر راکمول ډېر ستونزمن دي، خو موږ به دا هدف تر لاسه کوو او ایبولا د ۲۰۱۵ کال تر پایه ختموو.''

تیره اونۍ د روغتیا نړیوال سازمان وویل په لایبریا ، سیرالیون او ګیني کې له شلو زرو زیات کسان په ایبولا اخته دي.

دغه سازمان ویلي له دریمې برخې زیات ناروغان په سیرالیون کې دي چې اایبولا له ټولو ډېر ځپلی دی.

ورته مطالب