مصري ځواکونو له غزې اوښتونکی فلسطینی وژلی

د انځور حقوق AFP
Image caption مصر په سیناء ټاپووزمه کې کلک امنیتي تدابیر نیولي

د مصر سرحدي ساتونکو فح سیمې ته څېرمه دغه هېواد ته له غزې تراډې یو اوښتونکی فلسطینی په ډزو وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

دغه فلسطینی زلمی د پولې په فلسطینۍ برخه کې ویشتل شوی، چې د مصري چارواکو په وینا، درې نور اوښتونکي فلسطینیان یې د مصر په خاوره کې نیولي دي.

په غزه کې د دفاع وزارت ویاند ایاد البُزم ویلي، وژل شوی زکي ایاد الهوبي نومېږي، چې ۱۷ کاله عمر لري او د رفح اوسېدونکی دی.

الُبزم ددغه زلمي وژنه غندلې، چې په وینا یې د کورنیو چارو وزارت دا پېښه "له زوره د ناوړه ګټې اخیستنې یوه خطرناکه لوبه" ګڼلې، خو وايي "مصري پوله ساتونکو له دغه فلسطیني سره سم چلند هم کولای شوای".

دغه ویاند له مصري چارواکو "د پېښې په اړه د بېړۍ پلټنې او د قاتل د محاسبې او بیا نه تکرارېدو غوښتنه کړې ده."

لاروښانه نه ده چې فلسطینیانو ولې مصر ته له پولې اوښتل غوښتل، خو ځینې رپوټونه وايي، دوی هڅه کوله، چې مصر کې سګریټ واخلي او د غزې تراډه کې یې خرڅ کړي.

له څه مودې راهیسې مصري چارواکو له غزې تراډې سره پوله له دې وېرې ټینګه کړې وه، چې د حماس تر لاس لاندې دغه سمندرغاړې سیمه له ډېرو ناامنیو سره مخامخه وه.

په تېر اکتوبر کې، مصر شمالي سیناء ټاپووزمه، چې له غزې سره ګډه پوله لري، د وسلو د قاچاق د مخنیوي په موخه تر خپل کلک کنټرول لاندې راوستلې وه.

په پام کې ده، چې په دغه سیمه کې د تونل کیندل، چې اوس له اوبو ډک شوي، بند شي.

مصري رسنۍ پر فلسطینۍ حماس ډلې تور پورې کوي، چې ګني په سیناء کې د وسله والو ملا تړي، خو حماس بیا دا تور بابیزه بولي.

مصر دا پرېکړه څو ورځې وروسته تر هغه وکړه، چې په سیناء کې د پوځ پر دوو پوستو د اورپکو په بریدونو کې تر ۳۰ ډېر مصري پوځيان ووژل شول.

د انځور حقوق afp getty
Image caption مصر دا پرېکړه څو ورځې وروسته تر هغه وکړه، چې په سیناء کې د پوځ پر دوو پوستو د اورپکو په بریدونو کې تر ۳۰ ډېر مصري پوځيان ووژل شول.

تر بریدونو وروسته، مصري ولسمشر عبدالفتاح السیسي په سیناء کې د درو میاشتو لپاره بېړنی حالت اعلان کړ.

په سیناء او غزې تراډه کې د ګډې پولې په ښکته برخه کې د تونلونو له لارې پر وسله والو په قاچاقي ډول د وسلو او جنګیالیو د لېږدولو تور دی.

دغه تونلونه د فلسطیني ساحلي کرښې په اوږدو کې د اقتصادي ګټو وټو لپاره ډېره ګټوره لار ده، خو اسرائیلو په دې سیمه کې د حماس ډلې پرضد له ۲۰۰۷ کال راهیسې بندیز لګولی و.

ورته مطالب