اسرائیلي ځوانان ولې اجباري عسکري نه خوښوي؟

د انځور حقوق
Image caption ځینې داسې پټ معلومات هم شته، چې ګني د اسرائیلو پوځ د پوځي دندې د ردولو خبر پټ ساتي، ځکه چې د پوځیانو مورال یې ورسره راټیټ او زړونه یې ونه لوېږي.

په اسرائیلو کې که په هره پلمه وي، "انساني"، "مذهبي"، او یا هم "سیاسي"، ګڼ اسرائیلي وګړي په پوځي خدمت یا عسکري کولو ډډه کوي، آن ځینې کورنۍ خپل اولاد بهر ته استوي، چې له پوځي خدمت ځانونه لیرې وساتي.

ځینې داسې پټ معلومات هم شته، چې ګني د اسرائیلو پوځ د پوځي دندې د ردولو خبر پټ ساتي، ځکه چې د پوځیانو مورال یې ورسره راټیټ او زړونه یې ونه لوېږي.

د الجزیرې تلوېزیون په یوه مفصل راپور کې ویلي، پر غزې تېر کال د اسرائیلو خونړیو بریدونو د اسرائیلو پوځ کې د جلب او جذب بهیر ته لوی ګوزار ورکړ.

د اسرائیلو سوېلي برخه کې د هنرونو یوه ښوونکې راعیا روتم اوس هڅه کوي، چې پوځ کې د خدمت کولو نه کولو په پلوۍ د خلکو لاسلیکونه راغونډ کړي.

هغه وايي، پر هغې عریضې یې له پوځي بنسټونو نژدې ۵۳ فارغانو د "انساني" او "مذهبي" انګیزو له کبله لاسلیکونه وکړل، چې "نوره جبري پوځي عسکري نه مني".

تر دې وړاندې هم – پر غزې د اسرائیلي بریدونو پرمهال - په فردي ډول ځینو پوځیانو خپلو دندو ته له دوام ورکولو ډډه کړې وه، او په اسرائیلو کې پوځي ښوونځيو ته هم ځینو زده کوونکو له تګ نه ډډه کړې وه.

په اسرائیلو کې له ثانوي دورې فارغېدونکي یهودان او "دروز" عربان باید د پوځ د جذب او جلب د تېرې پېړۍ د پنځوسمې لسیزې د قانون له مخې په اجباري ډول عسکري وکړي.

د عسکرۍ ضد

د انځور حقوق
Image caption د الجزیرې تلوېزیون په یوه مفصل راپور کې ویلي، پر غزې تېر کال د اسرائیلو خونړیو بریدونو د اسرائیلو پوځ کې د جلب او جذب بهیر ته لوی ګوزار ورکړ.
د انځور حقوق
Image caption بار: نژدې ۳۰٪ اسرائیلي ټولنه له پوځي خدمت نه ډډه کوي
د انځور حقوق
Image caption كوفمان: پوځي بنسټ د پوځ د تیت پرک کېدو له وېرې د پوځي خدمت ردولو خبر پټ ساتي

روتم وايي، زیاترو فارغو شویو او فعالانو هوډ کړی، چې نور به دا ډول قانون ته غاړه نه ږدي، او په اسرائیلو کې به د اجباري پوځي دندې په ښکاره مخالفت کوي.

دا زیاتوي، زیاتره ټولنیزې او سیاسي کړۍ اوس پوی شوې چې د اسرائیلو جګړې "ډېرې په حقه نه دي"، ځه نو "ایا له پوځي خدمت نه انکار کول د اسرائیلي دولت له موجودیت نه انکار کول دي؟".

که څه هم په اسرائیلي قانون کې له پوځي خدمت انکار کوونکی زندان ته هم اچول کېدای شي، خو روتم پوښتي چې "ایا همدا همداسې یوه دولت سیاسي او پوځ ته خدمت وکړم چې زه یې غواړم؟ ایا په یوه داسې پوځ کې پوځي خدمت کول زما په ګټه دي، چې تل د نورو د لاندې کولو په فکر کې وي؟".

نوموړې زیاتوي: "موږ دا ردوو چې د انساني سرغړونو او تېري چارې زموږ په نامه تمامې شي، په تېره بیا هغه اعمال کې له نړیوالو میثاقونو سره په ټکر وي."

د پوځي دندې یو بل مخالف څېړونکی یوآب بار په دې اند دی چې د پوځي خدمت د ردولو پلویان ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

د انځور حقوق
Image caption اسرائیلو کې پر ښځو هم پوځي خدمت اجباري دی، چې دامهال ښځې د دفاعي پوځ ۳۳ سلنه او د پوځ د افسرانو ۵۱ سلنه جوړوي.

دی وايي، له پوځه د تېښتې هڅې او په پوځي خدمت کې ځان نه ښکېلول هم زیات شوي، چې اصلي لامل یې د پوځ له لوري د بشري حقونو سرغړونه ګڼل کېږي.

بار د خپلې شخصي تجربې له مخې د انساني انګیزو له کبله په اسرائیلي پوځ کې د جبري عسکرۍ له مخالفانو څخه دي.

دی وايي، پوځ کې یې له خدمت کولو ځکه ډډه کړې ده چې په فلسطیني خاوره کې اسرائیلي پوځ جنګي جرمونه وکړل او د بشري حقونو په سرغړونو یې هېڅ سرپه ونه کړه.

د مخالفت انګیزې

نوموړی د اسرائیلي پوځي چارواکو له خوا نه یوازې د فلسطیني خاورې د نیواک له کبله خلک زړه نه ښه کوي چې په پوځ کې خدمت وکړي، بلکې په اند یې نژدې ۳۰ سلنه اسرائیلي ټولنه پوځ کې د انساني، مذهبي، او ټولیزو انګیزو له کبله پوځي خدمت ته زړه نه ښه کوي، خو چارواکي دا چاره ځکه پټه ساتي، چې پوځي بنسټونه یې تیت پرک نه شي.

بار – چې د نور او آدم په نومونو یې دوو زامنو پوځ کې له خدمت کولو ډډه کړې- وايي، د ثانوي دورې سلګونه ځوانان او یهود زلمیان هر کال له پوځي خدمت منلو ځان شا ته کوي.

دی وايي، که څوک نه غواړي چې د انساني انګیزې له کبله له پوځي خدمت کولو ډډه وکړي، آن تر زندانه یې پښې څکول کېږي.

د انځور حقوق
Image caption اسرائیلو اوس له بهره ورغلو کډوالو ته په پوځ کې د خدمت کولو غېږ پرانیستې ده.

یوه یهودي مذهبي مشر الیاهو کوفمان ویلي، پوځي بنسټ ځکه د پوځي دندې نه منونکو راپور پټ ساتي، چې نور پوځ دړې وړې نه شي.

دی زیاتوي، یهودان د مذهبي او انساني انګیزو له کبله پوځي خدمت ته زړه نه ښه کوي.

اسرائیلو اوس له بهره ورغلو کډوالو ته په پوځ کې د خدمت کولو غېږ پرانیستې ده.

کوفمان وايي، د بخارا یهود خپل اولاد اروپا ته د ثانوي او لوړو زده کړو لپاره له دې وېرې استوي، چې له پوځي خدمته ځانونه وساتي.

اسرائیلو کې پر ښځو هم پوځي خدمت اجباري دی، چې دامهال ښځې د دفاعي پوځ ۳۳ سلنه او د پوځ د افسرانو ۵۱ سلنه جوړوي.