سویډن کې پر جوماتونو د بریدونو ضد لاریون

د انځور حقوق
Image caption پر جوماتونو د بریدونو په تړاو د بښنې پیغامونه د جومات پر دروازه نښلول شوي

په سویډن کې سلګونو کسانو په دغه هېواد کې پر ځینو جوماتونو د بریدونو پرضد لاریون کړی دی.

تر ټولو لوی لاریون پلازمېنه سټوکهولم کې د پارلمان ودانۍ مخې ته شوی، چې لاریونیانو په کې "زما جومات ته لاس مه وروړه" شعارونه ورکول.

سلګونه نور لاریون کوونکي په مالامو او ګوتنبرګ کې هم راغونډ شوي وو، چې د جمعې تر لمانځه مخکې یې د جوماتونو پر دروازو د بښنې توري او ګلان نښلولي وو.

پر جوماتونو تر ټولو تازه برید د تېرې پنجشنبې په ورځ په اپسالا ښار کې پر یوه جومات د لاسي اور بلوونکي ګرنیټ په مټ شوی و.

خبریالان وايي، په سویډن کې د کرکې راپارولو جرمونو لړۍ وروسته تر هغه پیل شوه، چې د لږکیو حکومت جوړ شو او د کډوالۍ ضد د سویډن د دیموکرات ګوند د نفوذ کمولو هڅې پیل شوې.

د پنجشنبې ورځې برید ایله درې ورځې وروسته تر یوه بل برید وشو، چې د سویډن په سوېل اسلویف ښار کې پر یوه جومات برید شوی و.

د کریسمیس لمانځنې په ورځ پنځه کسان هغه مهال ټپیان شول، چې د سویډن پلازمېنې سټوکهولم په ختیځ اسکیلوستونا ښار کې له کړکۍ یوه بلواګر اور بلوونکی ګرینټ جومات ته وروغورځاوه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سویډن سټوکهلم په ګډون په مالامو او ګوټنبرک کې هم پر جوماتونو د بریدونو ضد لاریونونه وشول
د انځور حقوق AFP TT
Image caption سویډني پولیسو د جوماتونو د امنیت نیولو امر شوی

د سویډن ولسمشر سټیفن لوفین دغه برید "له کرکې راپورته شوی تاوتریخوالی" بللی، چې په وینا یې سویډن به "دا ډول جرمونه ونه شي زغملی."