اروپا په ۲۰۱۵ کې: د ستونزو کال

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د تېرو کلونو په شان، اروپا د خپل اقتصاد په هکله اندېښنو سره ۲۰۱‍۵ کال ته ځي.

په ۲۰۱۵ کال کې به اروپا بیا هڅه کوي چې یو مصونه ځای ته ځان ورسوي. په تېرو دوو کلونو کې اروپايي مامورینو او مشرانو ویل چې اقتصادي بحرانونه ېې ختم شوي دي. خو په تېرو شپږو میاشتو کې د نا خوالو د بیا ستنېدو یو احساس پیدا شوی دی.

خطرونه د ۲۰۱۲ کال د خطرونو په شان نه دي. دا خطر نشته چې هېوادونه به خپل پورونه نه شي ادا کولای. اوس د اقتصاد په ټپه درېدو او د بیو د ټیټوالي خطر را پیدا شوی دی.

اروپايي مامورینو په وار وار خبرداری ورکړی که اقتصادي وده ترلاسه نه شي او خلکو ته نوي کارونه پیدا نه شي، نه یوازې دا چې د ټولنیز تاوتریخوالی خطر به رامنځته شي بلکې د اروپايي پروژې ملاتړ به هم کمزوری شي.

اټکل شوی چې تر۲۰۲۰ کال پورې به د اروپا اقتصاد د ۲۰۰۷ کال کچې ته راستون نه شي. په ۲۰۱۵ کال کې به اقتصادي بیا رغونه ناهمواره وي.

تقاضا په دوامداره توګه کمزورې ده. جرمني به د اروپا د اقتصاد د خوځونکي ځواک په توګه پاتې وي خو د دوه کاله مخکې په شان به ځواکمنه نه وي.

د فرانسې اقتصادي وده به د ۰،۷ سلنې په شاوخوا کې وي. ایټالیا به له سوړبازارۍ راوځي خو هیله نه کېږي چې د اروپا اقتصادي بازار (یورو زون) به د یوې سلنې زیاته وده وکړي او دا به کافي نه وي چې د بېکارۍ کچه چې اوس ۱۱،۷ سلنه ده کمه کړي.

یو ځلې بیا د ټولو سترګې د اروپا د مرکزي بانک مشر، ماریو دراګي ته اوښتې چې هغه به څه کوي.

هیله کېږي چې د کال په لومړیو درې میاشتو کې به هغه په بازار کې د تقاضا کچه لوړه کړي او د دولتي پورونو با ارزښته پاڼې (Sovereign Bonds) به رانیسي.

خودا کار به دومره آسانه هم نه وي. جرمني کې مخالفتونه شته او کیدای شي قانوني ستونزې هم وي، د دې ګام د اغېزو په هکله هم شکونه شته.

د سپما ضد خوځښتونه

داسې ښکاري چې اروپا تر اوسه هڅه کوي د یورو ارزښت ټیټ وساتي او د اروپا دننه د تقاضا د پیاوړي کولو لپاره پر ارزانه صادراتو باندې تکیه کوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption آیا د اسپانیا د سپما ضد ګوند، پودیموس به د ۲۰۱۵ کال په انتخاباتو کې واک ترلاسه کړي؟

د سپما د تګلارو پر خلاف ولسي نارضایتۍ مخ په زیاتېدو دي. کیدای شي یو ځلې بیا د برلین او پاریس ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شي.

برلین وايي چې د بودیجې د کسر کچه باید د ۳ سلنې نه کمه وي او باید د کار په قوانینو کې اصلاحات راشي.

پاریس وايي چې اروپا د سترو بنسټیزو پروژو لپاره ودې او پانګونې ته اړتیا لري.

۲۰۱۵ کال به یو ځلې بیا حکومتي ضد ګوندونو ته فرصت ورکړي چې د اروپایانو له نارضایتۍ نه ګټه واخلي. ښايي مخالف ګوندونه په راتلونکو انتخاباتو کې مهم رول ولوبوي.

څو اونۍ وروسته په یونان کې انتخابات کېدونکي دي او د سیریزا توندلاری کیڼ اړخی ګوند به په کې برخه اخلي چې ویل کېږي اوس ډیر پلویان لري.

که دا ګوند بریالی شي، کیدای شي د هېواد پورونه له سره تنظیم کړي او د یونان د اقتصادي بحران د بیا رامنځته کېدو وېره را پیدا شي.

د کال په وروستیو کې به اسپانیا کې انتخابات کېږي. هلته هم د پودیموس په نامه یو توند لاری کیڼ اړخی ګوند چې د سپما د تګلارو مخالف دی، پرمخ روان دی.

او د مې په میاشت کې بریتانیا کې انتخابات کېږي. کیدای شي د یوکیپ یا د بریتانیا د خپلواکۍ ګوند، د انتخاباتو نه وروسته د واک پر سر چنو وهلو کې یو رول ترلاسه کړي.

د لویو ګوندونو د ملاتړ د کمېدو یو مهم لامل بې روزګاري اوبیکاري ده.

فرانسې کې د بې روزګارو شمېر په بې سارې توګه ډېرشوی دی. په نوامبر کې د بې کارانو شمیر ۲۷۴۰۰ زیات شو او ۳۴۸۸۳۰۰ ته ورسېد.

په تېر کال کې د هغو کسانو شمېر چې په کارونو پسې ګرځي ۵،۸ سلنه ډېر شو. له دې امله د ولسمشر فرانسوا هولاند سیاسي راتلونکی له ګواښ سره مخامخ شو.

که د هغه حکومت په ۲۰۱۵ کې خلکو ته کارونه پیدا نه کړي، دریځ به ېې کمزوری شي او د مخالف سیاستوال، مارین لېپن ملي جبهه به ګټه وکړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د فرانسې ولسمشر هولاند، د مارین لیپن د ملي جبهې له خوا تر فشارلاندې دی.

۲۰۱۵ کال به د فرانسې د پخواني ولسمشر نیکولای سارکوزي بخت هم وازموي چې پر خپل ګوند باندې به کنترول وساتلاې شي که نه، او دا به هم مالومه شي چې د فرانسې خلک به هغه ته دویم چانس هم ورکړي که څنګه.

ایټالیا کې د لومړي وزیر ماتیورینزي د اصلاحاتو تګلاره د ولسي مخالفتونو سره مخامخ ده خو وبه کتل شي چې دا اصلاحات به څنګه عملي کېږي.

په تېرو لسو کلونو کې د ایټالیا اقتصادي وده ښه نه وه، دوه اصلي ګوندونه ېې په څرګنده د اروپايي اتحادېې مخالف دي او یو ېې غواړي چې د یورو په هکله راي واچول شي.

د مهاجرینو په هکله اندېښنې

اروپا کې د مهاجرینو او مهاجرت په اړه اندېښنې ډېرې دي.

د ۲۰۱۵ کال په پسرلي کې به ښايي زیات شمېر خلک د منځني ختیځ او افریقا د بې ثباتۍ له امله هڅه وکړي چې د مدیترانې نه تېر شي او ځانونه اروپا ته ورسوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په درسدن کې د’’ اسلامي کېدو ’’ ضد اعتراضونو جرمني ولړزوله.

جرمني ته د نوروهېوادونو په پرتله د منځني ختیځ ډېر کډوال ورغلي دي او په دې وروستیو کې له دې امله ډېر اعتراضونه هم شوي دي.

د کرسمس نه وړاندې په درسدن کې ۲۷۵۰۰ کسانو ’’د لوېدیځ د اسلامي کېدو پر ضد اروپايي هېواد پال’’ تر شعار لاندې مظاهرې ته را وتلي وو.

په نورو ښارونو کې هم اعتراضونه وشول. د جرمني سیاسي اداره د دغو اعتراضونو له امله ولړزېده او سیاسي مشرانو له خلکو وغوښتل چې ’’د تفاهم او شفافیت’’ نه کار واخلي.

دا اندېښنې یوازې جرمني او بریتانیا پورې محدودې نه دي. دا په ډېرو اروپايي هېوادو کې یوه مهمه سیاسي مسله ګرځېدلې ده.

له دې امله د حکومت مخالف ګوندونه پیاوړي شوي دي. اروپايي مشرانو تر اوسه دې مسلې ته کوم قناعت بښونکی ځواب نه دی موندلی.

اروپایان به د یو څه اندېښنې سره د بریتانیا د انتخاباتو نتیجې ته انتظار باسي.

یو مشر اروپايي مامور وویل په راتلونکو درې کلونو کې به د اروپايی اقتصاد نه وروسته د بریتانیا حالات د اروپا لپاره یوه اصلي مسله وي.

که ډېوېډ کامرون په واک کې پاتې شي، و به لیدل شي چې د اروپايي اتحادیې د غړیتوب په هکله د ۲۰۱۷ کال د نظرپوښتنې نه مخکې به سږ کال د اروپا څخه د هغه غوښتنې څه وي.

په جون کې د اروپايي اتحادیې په غونډه کې به هغه خپلې غوښتنې څرګندې کړي. دی به غواړي چې بریتانیا په اروپايي اتحادیې کې وساتي خو دا به نه غواړي چې ډېر امتیازات له لاسه ورکړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بریتانیا لومړی وزیر ډېوېډ کامرون غواړي چې اروپايي اتحادیې سره د بریتانیا په اړیکو کې بدلون راولي.

د بریتانیا لپاره به د اروپايي اتحادیې سره اړیکو په هکله خبرې اترې اوږدې او پېچلې وي او د بریتانیا د دیپلوماسۍ لپاره به یوه ازموینه هم وي.

په ۲۰۱۵ کال کې باید نوی اروپايي کمیسیون وښيي چې د بامفهومه اصلاحاتو لپاره نرمښت اوسیاسي اراده لري.

وبه کتل شي چې آیا د اروپايي اتحادیې د ۳۰۰ ملیاردو یورو د پانګونې صندوق به بریالی وي که څنګه؟ او د ډیجیټلي واحد بازار یا د انرژۍ یو والي پر لور به څه ګامونه پورته کړي؟

د روسیې ازموینه

روسیه به د یوې نامالومې ستونزې په توګه پاتې وي. د ختیځ اوکراین په اړه ناسمه محاسبه کیدای شي اروپا د نوې سړې جګړې پر لور یوسي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اوکراین د کړکېچ له امله روسې سره د اروپا اړیکې ترینګلې دي.

د روسېې اقتصاد ستونزو سره مخامخ دی. په دې وروستیو کې د روسیې د مالیې یوه پخواني وزیر، الکسي کوردین وویل ’’موږ یو بشپړ اقتصادي بحران ته ننوتلي یو یا اوس د ننوتو په حال کې یو’’.

د روسیې اقتصادي ستونزې به د نورو اروپايي هیوادونو اقتصاد ته هم زیان ورسوي.

ښايي په ۲۰۱۵ کال کې یو ځلې بیا د روسیې پر سر د اروپايي اتحادیې یو والی و ازمویل شي. ښايی ځینې هیوادونه لکه فرانسه او ایټالیا پر روسیې باندې د بندیزونو د نرمولو هڅه وکړي.

کیدای شي په ۲۰۱۵ کال کې روسیه د اروپا یوه مهمه موضوع وي.

د دې لپاره چې اروپا بیا خپل ثبات ترلاسه او د اروپايي پروژې په اړه باور رامنځته کړي باید د نوي نسل اندېښنو ته ځواب ووايي.

د اروپايي شورا تلونکي مشر،هرمان فون غمپوې دا وضعه داسې بیان کړې:

’’له بریتانیا پرته به اروپا ټپي وي، ان یوغړی به یې پرې شوی وي- د دې کار د مخنیوي لپاره باید هر څه ترسره شي. خو اروپایې اتحادیه به ژوندۍ پاتې شي. د فرانسې پرته به د اروپا اروپايي نظریه مړه وي.’’

په ۲۰۱۵ کال کې به یو ځلې بیا اروپا د خپل راتلونکې سرنوشت په هکله د سترو پوښتنو سره مخامخ شي.

ورته مطالب