د ایراسیا الوتکې لټون دویمې اونۍ ته وغځېد

د انځور حقوق b
Image caption ناسمې هوا په سمندر کې د پلټنې عملیات له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړي دي

د جاوا په بحیره کې د ایر اسیا د QZ8501 شمېرې الوت په تړاو پلټنې دویمې اونۍ ته وغځېدې او د خراب موسم له کبله د رالوېدل شوې الوتکې د لویې برخې پاتې شونو په لټون کې ستونزې را پورته شوې دي.

پلټونکي د موسم ښه کېدو په تمه دي خو تر دې دمه له مایوسۍ سره مخامخ دي.

په سمندر کې د الوتکې پنځمه لویه حصه موندل شوې او یو بل مړی هم موندل شوی دی، چې دې سره تر دې دمه د موندلو شویو مړو شمېر ۳۱ ته رسېدلی دی.

د اندونیزیا ایراسیا هوايي شرکت دغه الوتکه د تېرې یکشنبې په ورځ د دغه هېواد له سورابایا سیمې نه سنګاپور ته روانه وه، چې له ټولټال ۱۶۲ سپرلۍ سره ترۍ تمه شوه، چې څو ورځې وروسته یې د الوتکې ځینې برخې او یو شمېر مړي په سمندر کې وموندل شول.

د الوتکې تور بکس، د الوتنې مالومات او د غږ ثبتولو اله تر اوسه نه ده موندل شوې.

د سمندر ناسمې هوا د رالوېدل شوې الوتکې د پاتې شونو د لټون عملیات یې له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړي دي.

د اندونیزیا د ترانسپورت وزارت له سورابایا نه سنګاپور ته د ایراسیا الوتنې ځنډولې دي.

د انځور حقوق b
Image caption رالوېدل شوې الوتکې کې ټولټال ۱۶۲ کسان وو چې د ۳۱ کسانو مړي یې موندل شوي

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې د اندونیزیا د ترانسپورت وزارت ویلي و، د دغه هېواد چارواکي د لوېدلې الوتکې د څرګ لګولو تر تحقیقاتو پای ته رسېدو پورې د ایراسیا د نورو الوتنو د لغوه کولو په درشل کې دي.

ورته مطالب