پیونګ یانګ: د امریکا بندیزونه زموږ پوځي دریځ پیاوړی کوي

د انځور حقوق AP
Image caption نوي بندیزونه د جمعې په ورځ لګول شوي، چې پر یوې امریکايي کمپنۍ د برید بدل کې یوه هېواد ته د سزا ورکولو لومړنۍ پېښه ده

شمالي کوریا پر سوني کمپنۍ د سایبر برید پایله کې پر دغه هېواد د امریکا نوي بندیزونه بې بنسټه بللي دي.

د امریکايي څارګرې ادارې ایف بي ای له لوري پر پیونګ یانګ له تورونو وروسته متحدو ایالتونو د شمالي کوریا پر دریو سازمانونو او لسو کسانو بندیزونه لګولي دي.

شمالي کوریا دغه تورونه رد کړي، خو پر سوني کمپنۍ یې د سایبر برید ستاینه کړې.

دغه برید د سوني شرکت له لوري د (مرکې) نومي فلم له خپرولو مخکې شوی و.

په یاد فلم کې د شمالي کوریا مشر د وژنې هڅې خیالي کېسه نندارې ته وړاندې شوې ده.

سوني له بریده وروسته ویلي و، چې فلم به نندارې ته وړاندې نه کړي، خو د امریکايي ولسمشر په شمول یې د یو شمېر مبصرینو له څرګندونو وروسته دغه فلم په محدوده کچه نندارې ته وړاندې کړ.

نوي بندیزونه د جمعې په ورځ لګول شوي، چې پر یوې امریکايي کمپنۍ د برید بدل کې یوه هېواد ته د سزا ورکولو لومړنۍ پېښه ده.

د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، دغه اقدامات د شمالي کوریا پاروونکو او بې ثباته کونکو کړنو په ځواب کې تر سره شوي دي.

بل لور ته د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند له قوله ویلي، چې د شمالي کوریا د خولې پټولو او پر وړاندې یې د بې ځایه حساسیت پر بنسټ د بندیزونو لګولو هغه پالیسي، چې امریکا یې پرلپسې عملي کوي، یوازې د دې لامل کېږي، چې دغه هېواد د خپلې خپلواکۍ نوره کلکه دفاع وکړي:٬"د شمالي کوریا خلاف د واشنګټن یو اړخیز اقدامات او بندیزونه لګول دا ثابتوي، چې د دوی رویه اوس هم د پخوا په څېر د کرکې او بغض پر بنسټ ولاړه ده."

امریکا وار له مخه د شمالي کوریا پر ضد د اتومي پروګرام له کبله بندیزونه لګولي، خو دا لومړی ځل دی، چې د انټرنیټې برید د شالید پر بنسټ پرې بندیزونه لګوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه برید د سوني شرکت له لوري د (مرکې) نومي فلم له خپرولو مخکې شوی و

د (سولې ساتونکي) نومي هېکرانو ډلې د تېر کال نوامبر وروستیو کې د سوني کمپنۍ له کمپیوټرونو حساس معلومات غلا او وروسته خپاره کړل.

همدې ډلې خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې د سوني کمپنۍ (مرکه) نومي فلم و نه ګوري.

دغه کامیډي فلم د شمالي کوریا د مشر وژنې په خیالي کېسه جوړ شوی او د کرسمس پر مهال یو شمېر سینماګانو او او پر انټرنېټ کې خپور شو.

ورته مطالب