د اپل کمپنۍ په اړه شکايت

د انځور حقوق bbc
Image caption د آی او ايس ۸ (iOS8) له کبله مخکې هم، اپل کمپنۍ له استعمالوونکو بښنه غوښتې وه

د اپل شرکت خپلو استعمالوونکو ته د دوی د کارکوونکي سيستم آی او اېس ۸ (iOS8) د زيات ځای نيولو له کبله، دعوا سره مخامخ دی.

دغه قانوني شکايت د آی او ايس ۸ او د هغه زيات ځای نيولو په اړه دی، چې له هغه زيات ځای نيسي کوم چې خلکو ته ښودل شوی و.

د اپل کمپنۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو وروسته به خپل دريځ روښانه کړي.

دغه شکايت په کليفورنيا کې د ميامي يوه اوسيدونکي پال اورشن او کريسټوفر اينډرا له خوا وړاندې شوی، دوی وايي د اي او اس ۸ سيستم د اپل په ځينو الو له ۲۳.۱سلنه زيات ځای نيسي.

د دغه دعوا په حمايت کې واړندې شوي اسناد ښيي چې له مخکني، سيستم اي او اېس ۷، څخه دا نوی اي او اېس اته ۱.۳ جي بي زيات ځای نيسي.

دعوا کوونکي وايي چې د اي او اېس ۸ سيستم زيات ځاي نيولو له کبله به خلک مجبور شي چې د اپل له آی کلوډ څخه انلاين ځای واخلي چې دا به د اپل شرکت لپاره ګټور وي.

دغه قانوني دعوا کوونکي د اپل د دې سيستم د زيات ځای نيولو له کبله د ميليونونو ډالرو غوښتنه کوي، خو تر اوسه پورې د اپل شرکت، د دغې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

د آی او اېس ۸ سيستم له کبله مخکې هم له آی فون موبايلونو نورو ته ټیليفونونه نه کېدل، چې له کبله يې اپل شرکت بښنه غوښتې وه.