يوې ښځې استانبول کې د پوليسو پر اډه ځانمرګی کړی

د انځور حقوق EPA
Image caption د استانبول والي وصيف ساهين ويلي دغې ښځې په انګرېزي ژبه خبرې کولې خو تابعيت او پېژندګلوي يې لا معلوم نه دي

د ترکيې په استانبول کط چارواکي وايي د دغه ښار په سلطان احمد سيمه کې يوې ښځې ځانمرګی بريد کړی، چې له امله يې يو پوليس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د استانبول ښاروال وصيف شاهين د ترکيې تلويزيون ته ويلي ښځې په انګرېزۍ ژبه خبرې کولې خو تابعيت او پېژندګلوي يې لا معلوم نه دي.

تر اوسه هېچا هم د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

د ترکيې لومړي وزير احمد داود اوغلو خبريالانو ته وويل غواړي "د دې پېښې په تړاو تر ټولو پراخه پلټنه وکړي چې وګوري له کومې ډلې سره تړاو لري که نه"

تېره پنجشنبه د لومړي وزير کور ته څېرمه يو کس پر پوليسو د لاسي بم بريد کړی و، چې بیا د پوليسو له خوا ونيول شو. دې پېښه کې چا ته مرګژوبله نه وه اوښتې.

پوليسو د شين جومات او ايا صوفيا ميوزيم سيمې بندې کړې دي.

ښاغلي شاهين وويل مخکې له دې چې دغه ښځينه ځانمرګی وکړي د پوليسو اډې ته ورغلې او ویلي يې وو د لاس بکس يې ورک دی.