پر 'چارلي ابدو' یو بریدګر تسلیم شوی،‌ د نورو لټون روان دی

<span >فرانسه کې د طنزي’’چارلي ابدو’’ مجلې پر دفتر تر برید وروسته، چې لږترلږه ۱۲ کسان پکې ووژل شول، د برید کوونکو د موندلو عملیات پیل شوي دي.

<span >پر همدې مهال، د فرانسې رنس ښار کې هم د ترهګرۍ ضد عملیات پیل شوي دي.

<span >فرانسوي رسنیو د پولیسو د ځینو سرچینو په حواله ویلي، په درو برید کوونکو کې دوه وروڼه وو چې نومونه یې د سعید کواچي او شریف کواچي ښودل شوي او درېیم حمید مراد ښودل شوی دی.

د برید انځورونه

<span >په برید کې د مجلې د مشر په ګډون اته خبریالان او دوه پولیس وژل شوي دي.

<span >د پنجشنبې ورځې په لومړیو کې د پاریس د محکمې ویاند وویل، ښاغلي مراد په شارلویل مزیرس ښار کې، چې له پاریس نه شمال ختیځ ته نژدې ۲۰۰ کیلومتره لیرې پروت دی، ځان پولیسو ته تسلیم کړی دی. د سرچینې په وینا ''دغه کس خپل ځان معرفي کړی او اوس د پولیسو په بند کې دی.’’

<span >وړاندې ځینو سرچینو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي وو، د حمید مراد په نامه یوه برید کوونکي وروسته تر هغه پولیسو ته ځان تسلیم کړ، چې په ټولیزو رسینو کې یې خپل نوم د پاریس د برید د شکمنو بریدګرو په لیست کې ولید.

<span >د چارشنبې په شپه ناوخته پولیسو د پاریس په شمال ختیځ رنس ښار کې عملیات وکړل، خو هېڅوک یې پکې ونه نیو.

<span >

<span >

<span >فرانسوي رسنیو ویلي، شریف کواچي د تاوتریخوالی سابقه لري، چې په ۲۰۰۸ کال په هغې ډلې کې یې د غړیتوب په تور درې کاله بند تېر کړی، چې عراق ته یې جهادي کسان استول.

<span >فرانسه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، خو پاریس کې بېړنی وضعیت اعلان شوی. عیني شاهدانو ویلي، برید کوونکو د چارلي ابدو دفتر د ننه او بهر کې نژدې ۵۰ ډزې وکړې.

<span >پر واټونو د منډو وهلو پرمهال د برید کوونکو انځورونه د ځینو عیني شاهدانو له خوا اخیستل شوي دي.

<span >

<span >

<span >

<span >

<span >برید داسې مهال شوی، چې د مجلې کاري ډلې اونیزه غونډه کوله.

<span >په برید کې ۱۱ نور کسان ټپیان شوي، چې د څلورو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې ګڼل شوی دی.

<span >پولیسو ویلي، برید کوونکي په یوه موټر کې راغلي، هغه یې تر برید وروسته پرېښی او په یوه بل موټر کې له سیمې تښتېدلي دي.

<span >

<span >

<span >

ورته مطالب