امریکا ابو حمزه په عمري بند محکوم کړ

د انځور حقوق Reuters
Image caption ابو حمزه د محکمې پرمهال د ترهګریزو کړنو په اداره کولو او پراخو اړیکو لرلو تورن شو.

د امریکا په نیویارک ښار کې یوې محکمې د مصر یو سخت دریځی مذهبي مشر ابو حمزه المصري له ترهګرۍ سره د تړاو او ملاتړ په تور په عمري بند محکوم کړی دی.

ابو حمزه په تېرې مې میاشت کې له ګڼو تورونو سره مخامخ شو، چې یو تور په امریکا کې د ځینو کسانو د یرغمل نیولو او د ترهګرو د روزلو و.

ابو حمزه په ۲۰۱۲ کال له بریتانیا نه امریکا ته تر پېچلو او اوږدو قضايي اجرآتو وروسته ولاړ.

محکمې ته د هغه وکیلانو وویل، چې موکل یې یو لاس او یوه سترګه له لاسه ورکړي دي.

قاضۍ کاترین فورسټ د ابو حمزه کړنې (وحشي) وبللې چې په وینا یې ځکه یې د عمري بند سزا ورکړه، چې د ژوند تر پایه خطر ګڼل شوی دی.

پر ابو حمزه په تېره مې میاشت کې داا تور هم و چې په ۱۹۹۸ کال کې یې یمن کې د بهرنیو سیلانیانو د تښتولو دسیسه کې لاس لاره.

ددغو یرغمل شویو سیلانیانو د یمني پوځ د ژغورنې په عملیاتو کې درې بریتانویان او یو استرالیایی ووژل شول.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پر هغه دا تور هم وو چې ګني د لندن وینزپری پارک جومات کې یې له لمانځه نه د ګټې اخیستو په پلمه لمونځ کوونکي جهاد ته هڅول.
د انځور حقوق AFP

ابو حمزه د محکمې پرمهال د ترهګریزو کړنو په اداره کولو او پراخو اړیکو لرلو تورن شو.

د ابو حمزه اصلي نوم مصطفی کامل مصطفی دی، چې مصر کې زیږېدلی چې د افغانستان مخکیني جهاد کې یې یوه سترګه او یو لاس له لاره ورکړي دي.

پر هغه دا تور هم وو چې ګني د لندن وینزپری پارک جومات کې یې له لمانځه نه د ګټې اخیستو په پلمه لمونځ کوونکي جهاد ته هڅول.

د انځور حقوق PA
Image caption د ابو حمزه اصلي نوم مصطفی کامل مصطفی دی، چې مصر کې زیږېدلی چې د افغانستان مخکیني جهاد کې یې یوه سترګه او یو لاس له لاره ورکړي دي.

بریتانوي پولیسو په ۲۰۰۳ کال دغه جومات ته ورغلل خو ابو حمزه یې ونه شوای نیولی، بلکې هغه له جومات بهر خپل وعظ ته دوام ورکړ.

د لندن پولیسو ویلي وو، د امریکا له فدرالي پولیسو (اېف بي آی)سره یې په ګډه ډېر داسې اسناد ترلاسه کړي دي، چې ابو حمزه یې پربنسټ تر نیول کېدا وروسته محاکمه شي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې تیریزا مې د ابو حمزه په حق کې د نیولو د پرېکړې هرکلی کړی و.

څارنوالۍ وايي، ابو حمزه د تښتوونکې ډلې مشر ته سټلایټ ورکړی و.

د تښتول شویو خپلوانو نهیلي ښودلې وه.

د انځور حقوق AP
Image caption ابو حمزه په ۲۰۱۲ کال له بریتانیا نه امریکا ته تر پېچلو او اوږدو قضايي اجرآتو وروسته ولاړ.

ورته مطالب