سري لنکا: له مخالفینو غواړو چې هېواد ته ستانه شي

د انځور حقوق AP AFP
Image caption ښاغلي سري سینا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپل سیال مهندرا راجا پاکسا ته چې یوه لسیزه یې واکمني وکړه ماتې ورکړه.

د سري لنکا حکومتي ویاند وايي، د دغه هېواد نوي ټاکل شوي ولسمشر مایتیري پاله سیریسینا ژمنه کړې، چې رسنیزه خپلواکي به باوري کوي او ټولو سیاسي مخالفینو ته یې بلنه ورکړې، چې خپل هېواد ته ستانه شي.

حکومت همدا د مخالفو سیاسي ډلو پر وېبپاڼو د لګول شوي بندیز د لرې کولو امر هم کړی او د خبریالانو او سیاستوالو د ټېلېفوني خبرو ثبتول او څار هم بندوي.

په دې هکله د بي بي سي خبریال ناریش کاوشیک له پلازمېنې کولمبو نه په خ پل رپوټ کې وايي یوې خبرې غونډې کې د خبرو پرمهال راجیتا سیناراټین وویل ولسمشر سريسینا ورته امر کړی چې په عاجله توګه د مخالفینو د ویپاڼو سنسور کولو ته د پای ټکی کېږدي.

دغه راز د ټېلېفوني خبرو د ثبتولو او خبریالانو او سیاستوالو د څارنې د بندولو غوښتنه هم شوې ده.

پر پخواني ولسمشر مهندرا راجا پاکسا پراخې نیوکې کېدې چې نوموړي خپل سیاسي مخالفین نه شي زغملای.

د نوموړي د لس کلنې واکمنۍ پرمهال پر یو شمېر خبریالانو چې د ده پر حکومت یې نیوکې کولې بریدونه وشول چې په ترڅ کې یې یو شمېر ووژل شول.

اوس د ښاغلي سريسینا تر مشرۍ لاندې نوي حکومت له ټولو مخالفینو نه غوښتنه کړې چې بیرته هېواد ته ستانه شي.

خو د چارو څارونکي وايي چې په دې سیاسي مخالفینو کې ښايي تامیل فعالان شامل نه وي.