کراچۍ ته څېرمه د موټرو ټکر لسګونه کسان ووژل

د انځور حقوق AFP

د پاکستان سمندرغاړې کراچۍ ښار ته څېرمه یو بس او د تېلو یوه ټانکر سره ټکر شول چې له امله یې له ۵۰ ډېر کسان ووژل شول.

پولیس وايي، پېښه کې ګڼ نور سپاره کسان سخت ژوبل شوي دي.

رپوټونه وايي، د تېلو ټانکر په ډېرې تېزۍ کې روان و،‌ چې له یوه مسافر وړونکي موټر سره ټکر شو.

د ټکر په پایله کې دواړو موټرو اور اخیستی.

ځینې سپرلۍ د موټر له چت نه په وتلو توانېدلي، خو ځینې نور بیا په اور کې سوځېدلي دي.

پولیسو ویلي، په بس کې ګڼ کسان سپاره وو، چې له کراچۍ نه شیکرپور ته روان و.

له برید وروسته ټانکر چلوونکی تښتېدلی دی.

په کراچۍ کې د جناح روغتون ویاندې سیمي جمالي د بي بي سي اردو څانګې ته ویلي چې په روغتون کې د مړو شویو کسانو شمېر ۶۲ ته رسېدلی او دا هغه کسان دي چې سل په سلو کې سوځېدلي دي.

د نوموړې په وینا په دې مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د سوځېدو له امله یې پیژندګلوي ناشونې ده.

د انځور حقوق AFP

پاکستان کې د موټرو د ټکر پېښې ډېرې دي، چې هر کال په دې هېواد کې لږترلږه ۹ زره ترافیکي پېښې کېږي، چې شاوخوا ۴۵۰۰ کسان په کې مري.

دوې میاشتې وړاندې،‌ د پاکستان سیند ایالت په شمالي خیر پور ښار کې یو مسافر وړونکی بس له یوه ټیلر (ټریلر) سره ټکر شو،‌ چې لږترلږه ۵۰ کسان په کې ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول.‌‌