لسکونه اوکرایینیان پولنډ ته ولېږدول شول

د انځور حقوق RIA Novosti
Image caption پولنډي چارواکي وايي پولنډ ته لېږدول شوي اوکرایینیانو ته به د لومړیو شپږو میاشتو لپاره د ژوندانه اسانتیاوې برابرې شي او بیا به دوی کولای شي چې په خپله خوښه بیرته اوکرایین ته ستانه یا د تل لپاره پولنډ کې میشت شي.

پولنډ نيژدي ۲۰۰ اوکرایینیان چې له خټې پولنډیان دي د اوکرایین په ختیځ کې له کړکېچنې سیمې ایستلي دي.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت وايي ۱۶۲ کسان له کړکېچنې سیمې دونڅک نه د پولنډ خارکیف سیمې ته رسېدلي دي.

تمه کېږي چې ۲۰ نور کسان هم د اوکرایین له نوموړې سیمې نه پولنډ ته ولېږدول شي.

له اوکرایین نه پولنډ ته لېږدول شوي خلکو ته به د یوه نوي ژوند د پیلولو فرصت ورکړل شي.

د پولنډ له پلازمېنې وارسا نه د بي بي سي خبریال اډم ایسټن په خپل رپوټ کې وايي نیژدي ۲۰۰ اوکرایینیانو چې د کورنیو ریښې یې په پولنډ کې وې د پولنډ په وړاندیز خپل کورونه او د کورنۍ ځیني غړي ترشاه پرېښودل او پولنډ ته کډه شول.

د دوی په ډله کې ګڼ ماشومان او یوه میندواره میرمن هم شامل ده.

پولنډ له څو میاشتو راهیسې له اوکرایین نه د دغو کسانو د ایستلو پلان درلود خو د امنیتي دلایلو له امله یې د هغو د ایستلو نیټه او وخت نه و اعلان کړی.

دغه کسان د اوکرایین له کړکېچنې سیمې په یوه بس موټر کې پولنډ ته ولېږدول شول اوس به د یوه نوي ژوند د پیلولو په خاطر په څو ورڅو کې پولنډي اسناد ورکړل شي.

د بي بي سي خبریال وايي دغو کسانو ته به د شپږو میاشتو لپاره په وړیا توګه د استوګنې ځایونه ورکړل شي او ترڅنګ به یې ورته د ژبې د زده کړې کورسونه جوړ شي او ماشومانو به یې په ښوونځیو کې شامل کړای شي.

په پولنډ کې له شپږو میاشتو له تېرو وروسته به دغه خلک کولای شي چې بېرته اوکرایین ته ستانه شي او یا هم د تل لپاره په پولنډ کې میشت شي.

ورته مطالب