فرانسه ۱۰ زره نور پولیس امنيت ته ګماري

د انځور حقوق EPA

د فرانسې حکومت د تېرې اوونۍ د خونړيو بريدونو په اړه د وزيرانو امنيتي غونډې جوړه وي

دغه غونډې د هغو پوښتنو په اړه دي چې څنګه دغه برېدګر چې د فرانسي حکومت ته معلوم وو وکولای شوای پر فرانسه دغه ډول خونړي بريدونه وکړي.

دغه بريدونه د طنزيه مجلې چارلي ابدو پر دفتر، پوليسو او بل په يو مارکيت کې چې ۱۷ کسان په کې ووژل شول ترسره شوي.

له يو نيم مليون زياتو وګړو د فرانسي د دغو بريدونو د غندلو لپاره پلازمېنه کې واټونو ته راووتل او لاريونونه يې وکړل.

د فرانسې حکومت وايي د دغو لاريون کوونکو شمير ډېر زيات و او په فرانسه کې يو له لويو لاريونونو څخه ګڼل کېږي. د کورنيو چارو وزارت په وينا نژدې څلور ميليون وګړو په دغه لاريونونو کې برخه اخيستې وه.

د نړۍ له ۴۰ زياتو مشرانو د دغو لاريونونو په پيل کې برخه اخيستې وه، دوی کې د بريتانيا لومړی وزير ډېوېډ کمېرون. د جرمني لومړۍ وزيره انګلا مېرکل، د اسراييلو لومړی وزير بېنجمېن نيتياهو او د فلسطين ولسمشر محمود عباس شامل وو.

د فرانسې ولسمشر فرانسس هولاند د خپلې کابينې وزیرانو سره غونډه درلوده. دې غونډه کې د فرانسې لومړی وزير منوېل والس، د کورنيو چارو وزير او د پوليسو مشر هم ګډون درلود.

وزيرانو وويل چې د پوليسو ۱۰۰۰۰ تنه نور کارکوونکي به د امنيي تدبيرونو لپاره وګومارل شي. ښاغلي کزنيو وويل چې نژدې ۵۰۰۰ پوليس به په فرانسه کې د يهودانو د ۷۱۷ ښونځويو د ساتلو لپاره وګومارل شي

ورته مطالب