د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن د کرواتیا ولسمشره شوه

د انځور حقوق AFP
Image caption کولیدنا ګراباو کتیاروویچ پر خپل ټاکنیز سیال ایله یوه سلنه مخکې وه

د کرواتیا په ولسمشریزو ټاکنو کې د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن کولیدنا ګراباو کتیاروویچ د دغه هېواد ولسمشره ټاکل شوې ده. نوموړې د مخالف ګوند استازې ده.

هغې په ټاکنو کې له ۵۰ سلنې ډېرې رایې ګټلې دي، خو ټاکنیز سیال یې ایوو جوسیپوویچ تر ۴۹ سلنې ډېرې رایې خپلې کړې دي.

ښاغلي جوسیپوویچ خپله ماتې منلې ده او خپلې ټاکنیزې سیالې ته یې د بریا مبارکي ورکړې ده. چپ لاسو ته مایل ایتلاف، چې واکمن هم و، ونه توانېد چې په تېرو شپږو کلونو کې د دغه هېواد مخ پر ځوړ اقتصادي حالت بېرته ورغوي.

اوس اقتصادي کارپوهان وايي، ودې شي چې نوې ولسمشره د هېواد اقتصاد بېرته وغوړوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ۴۶ کلنه آغلې ګراباور کیتاروویچ د کرواتیا د دیموکراتیکې اتحادیې د ګوند غړې ده، چې ددغه ګوند له لورې څه باندې ۲۰ کاله مخکې ددغه هېواد خپلواکي پیل شوه.

ددواړو نوماندانو ترمنځ د رایو توپیر تر یوې سلنې کم و. د ټاکنو په لومړي پړاو کې هم د دواړو نوماندانو د ګټلو رایو ترمنځډېر زیات توپیر نه و.

۴۶ کلنه آغلې ګراباور کیتاروویچ د کرواتیا د دیموکراتیکې اتحادیې د ګوند غړې ده، چې ددغه ګوند له لورې څه باندې ۲۰ کاله مخکې ددغه هېواد خپلواکي پیل شوه.

هغې مخکې د بهرنیو چارو وزارت پر څوکۍ د څه مودې لپاره کار کړی او لنډه موده د ناټو سرمنشۍ هم وه.

خو ۵۷ کلن جوسیپوویچ له ۲۰۱۰ کال راهیسې د کرواتیا ولسمشر و، نوموړی یو اقتصادپوه چې د واکمن ایتلاف له لوري کاندید شوی و.

هغه د اوږدې مودې لپاره د خلکو رضایت خپل کړی و، او داسې نه انګیرل کېده چې ګني په وروستیو ټاکنو کې دې وروسته پاتې شي.

په کرواتیا کې د بې روزګارۍ کچه د وړم ۲۰۱۳ جولای میاشت کېچې د اروپايي اتحادیې تازه غړیتوب یې ترلاسه کړی و، نژدې ۲۰ سلنه ډېره شوې وه.

د کرواتیا ولسمشر په بهرنۍ تګلاره کې ډېر نفوذ لري، هغه د ټولو قواوو مشر هم دی او تر ډېره د ولسمشر دنده هم مخته وړي.

ښاغلي جوسیپوویچ په اساسي قانون کې د بدلونونو راوستلو لا لارې د اقتصادي مخ پر ځوړ حالت د ختمولو غوښتنه هم کړې ده.

اټکل دی چې د کرواتیا پارلماني ټاکنې د روان ۲۰۱۵ کال ترپایه ترسره شي.