فرانسوي مجله بيا کارتون خپروي

د انځور حقوق Getty
Image caption په ۲۰۱۱ کال کې هم دغې مجلې د حضرت محمد کارتونونه خپاره کړي وو، چې بيا پرې د لاسي بم بريد شوې و.

د فرانسې خبري رسنيو په وينا چارلي ابدو مجلې چلوونکو ویلي چې د دې اوونۍ په نوې ګڼه کې به د حضرت محمد (ص)کارتون بيا خپروي چې"زه شارلي يم" اعلان به يې په لاس کې نيولی او په سر به يې ليکل شوي وي

"ټول بښل کېږي"

د دې مجلې وکيل ريچارډ مالکا د فرانسې راډيو ته ويلي، مهمه ده چې وښودل شي غه خپرونه " توندلارو ته ارزښت نه ورکوي"

د تېرې چهارشنبې پر ورځ وسله والو کسانو د دې مجلې پر دفتر بريد وکړ، چې ۱۲ کسان په کې ووژل شول چې د مجلي کارتون ايستونکي او نور غړي هم په کې وو.

حمله کوونکو ويل " د حضرت محمد غچ اخلي" . حمله کوونکي له پوليسو سره په جګړه کې ووژل شول.

په ۲۰۱۱ کال کې هم دغې مجلې د حضرت محمد کارتونونه خپاره کړي وو، چې بيا پرې د لاسي بم بريد شوی و.

د تېرو دريو ورځو بريدونو کې ټول ۱۷ کسان ووژل شول چې دری په کې حمله کوونکي وو.

د کفر ويلو حق

د انځور حقوق AFP Getty
Image caption له بريد وروسته "زه شارلي يم" شعار عامو خلک کې رواج شو، چې غوښتل يې له دغې رسنۍ سره خواخوږي وښيي.

له دې حملې وروسته "زه شارلي يم" شعار عامو خلک کې دود شو، چې غوښتل يې له دغې رسنۍ سره خواخوږي وښيي.

د دې مجلې دری ميليونه نوې ګڼې به خپرې شي چې مخکې يې يوازې ۶۰ زره ګڼې خپرېدې.

د چارلي ابدو مجله به له فرانسې بهر چاپ شي.

واشنګټن پوست، د جرمني فرنکفورټر الجيمين، په ايټاليا کې کې کورېري ډيلا سېرا او د انګلستان ګارډين ورځپاڼې به هم د چارلي ابدو کارتون خپور کړي.

ښاغلي مالکا د فرانسې راډيو ته ويلي دي "موږ به تسليم نه شو (زه چارلي يم) شعار د کفر ويلو حق دی "

د شارلي ابډو مجلې کارکوونکي اوس د فرانسې د يوې بلې خپرونې په دفتر کې کار کوي.

دوی ويلي "نوې ګڼه يوازې د شارلي ابدو له خوا جوړېږي" او زياته يې کړه د نورو کارتون جوړوونکو وړانديزونه يې رد کړي دي.

نوي تصويرونه

دغه کړکېچ وروسته له هغه پيل شو چې دوو بريد کوونکو د فرانسې چارلي ابدو مجلې پر دفتر بريد وکړ.

نوي تصویرونه ښيي حيات بومدين د استانبول په هوايي ډګر کې ليدل شوې وه.

ويل کېږي چې حيات بومدين د کوليبالي ملګرې ده، چې تېره اوونۍ يې د يهودانو په يوه مارکېټ کې څلور کسان په ډزو ووژل.

څېړونکي وايي چې کوليبالي له کواشي وروڼو سره هم اړېکې لرلې.

څلور وژل شوي يهودان د سې شنبې(۱۳ جنورۍ) پر ورځ بيبت المقدس کې خاورو ته وسپارل شول.

همدارنګه کوليبالي د يوې ښځينه پوليسې په وژلو هم تورن دی.

د انځور حقوق bbc
Image caption د ترکيې مقامات وايي چې حيات بومدين د دې مياشتې په لومړيو کې له ترکیې هېواد سوريې ته ننوتې وه.

د ترکيې مقامات وايي چې حيات بومدين د دې مياشتې په لومړيو کې له ترکیې سوريې ته ننوتې وه.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود اوغلو ويلي چي حيات بومدين د دې مياشتې پر دوهمه له اسپانيا څخه ترکيې ته راغلې وه او له هغه ځايه بيا سوريې ته ننوتې ده.

له دغه خبر وروسته سوريې، ترکيه په دې تورنه کړه چې "ترهګرو" ته اجازه ورکوي چې له پولې يې واوړي.

ورته مطالب