بې نومه هکرانو د جهادیانو پرضد د جنګ اعلان کړی

د انځور حقوق BBC World Service

هکرانو په یوې ویډیويي وینا کې د فرانسې پر چارلې ایبدو مجلې باندې وسله وال برید وغانده. د بې نومه هکرانو ډلې دا لنډه ویډیو ''القاعده، 'اسلامي دولت' ډلې او نورو تروریستانو ته یو پیغام'' وباله.

په ویډیوکې یو ماسک لرونکې څېره چې خولۍ یې پرسر ده او غږ یې بدل شوی دی، په فرانسوي ژبه ګواښ کوي چې: ’’موږ تاسو تروریستانو پرضد د جنګ اعلان کوو.’’

دا ویډیو په بلجیم کې ددغې ډلې د یوټیوب اکونټ له لارې خپره شوې وه.

دا څېره یا شکل چې د یوه میز ترشا ناست او کاغذ يې په لاس کې دی، ادعا کوي چې دا ډله به فرانسې کې د وسله وال برید د قربانیانو د غچ اخیستلو په خاطر په ټولیزو رسنیو کې د تروریستانو سره تړلي ټول اکونټونه پیدا او بند کړي.

د انځور حقوق BBC World Service

په دغې ویډیو کې د #OpCharlieHebdo هشتاګ لیدل کیږي چې معنايې د چارلي ایبدو عملیات دي.

’هکتیویستان’

بې نومه ډله د هغو فعالینو او هکرانو څخه جوړه شوې ده چې ادعا کوي د دیموکراسۍ دفاع او ساتنه کوي.

پخوا هغوی د بي بي سي پرضد هم ګواښونه کړي و.

همدا راز هغوی د یوې استرالیايي هنرمندې، ازیلیا، پرضد هم ګواښونه کړي و او ویلي ېې و چې د هغې ځینې لوڅ عکسونه به خپاره کړي.

دا بې نومه ډله،پ خوا تورنه شوې وه چې ښايي پر ځینو حکومتي، مذهبي او د ځینو شرکتونو پر ویبسایټونو يې بریدونه کړي وي، خو بې نومه ډلې دا تورونه رد کړي و.

چارلي ایبدو

د انځور حقوق BBC World Service

د تېرې چارشنبې په ورځ په پاریس کې د یو وسله وال برید په ترڅ کې د چارلي ایبدو مجلې د مسول مدیر او نورو ۸ ژورنالیستانو په ګډون ۱۲ کسه ووژل شول.

د جمعې په ورځ، دوه وروڼه چې شکمن برید کونکي و او د پاریس په شمال کې يې یو یرغمل هم نیولی و، د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول. یرغمل روغ رمټ آزاد شو.

په همدې وخت کې، د تروریزم ضد ځواکونو د پاریس په ختیځ کې د یهودیانو پر یو سوپر مارکیټ باندې برید وکړ چې هلته یو بل وسله وال یو شمیر یرغملیان نیولي و.

پدې عملیاتوکې یو وسله وال او ۴ تنه یرغمل ووژل شول.

د انځور حقوق BBC World Service

ګمان کیږي چې دغو ۳ تنو وسله والو یوله بل سره اړیکې درلودلې او د سوپر مارکیټ وسله وال کس د پنجشنبې په ورځ د یوې ښځینه پولیسې په وژلو کې هم لاس درلود.

پولیس ددغې برید په تړاو دی وې ۲۶ کلنې ښځې، حیات بومیدین، په لټولو بوخت دي.