موزمبیق کې ''زهرجنو شرابو'' ۶۹ کسان وژلي

د انځور حقوق

په موزمبیق کې د زهرجنو شرابو د څښلو له کبله لږترلږه ۶۹ کسان مړه شوي دي. ددغه هېواد ملي رادیو وايي پېښه د موزمبیق به مرکزي سیمه کې شوې ده.

روغتیايي چارواکي واييو معمولاً دغه شراب له خوسا شویو څیزونو جوړ شوی دي.

دغه شراب د جنازې د مراسمو پرمهال په ټیټي ولایت کې د تېرې شنبې په ورځ څښل شوي دي.

چارواکو ویلي، دا په موزمبیق کې تر ټولو لویه خونړۍ پېښه ده، په روغتون کې ۳۹ نور کسان په ناوړه روغتیايي حالت کې دي.

یوه چارواکي ویلي،‌ حکومت ددې پېښې په تړاو درې ورځي ملي ویر اعلان کړی.‌

د (فومبې) په نامه دغه ډول شراب د موزمبیق په یاد ټیټي ولایت کې ډېر معمول دي.

که څه هم هلته د دغو شرابو د څښلو له کبله د مړینې پېښې کمیابې دي، خو خبریالان وايي، د دغه ولایت روغتیايي مشر ویلي، شاید د تمساح له وجود نه راوتلي زهرجن مواد په شرابو کې ورګډ شوي وو.

یوه مېرمن، چې پخپله او د هغې د کورنۍ ګڼو غړو دغه شراب څښلي، وايي زیاتره دوستان یې مړه شوي دي.

په کور د ننه جوړ شوي شراب په زیاترو افریقايي هېوادونو کې معمول دي، خو په سوېلي افریقا کې بیا زښت ډېر دي