کله چې معتقده له نامعتقد سره واده وکړي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلی جېز وایي، کله چې یې له مېرمني سره لومړۍ ځل ولیدل نو دی په دې نه پوهېده چي هغه خدای ته عقیده لري. خو کله چې یې یوځای ژوند پیل کړ بیا ورته معلومه شوه چې هغه کلیسا ته ځي او په اصل کې کاتولیکه ده.

په برتانیا کې د پخوا په پرتله اوس د مختلفو مذهبونو خلک اوسیږي خو له دې سره سره د هغو کسانو شمېر هم ډېر شوی چې هیڅ مذهب نه لري.

پوښتنه دا ده چې که چیري یو کس خپله عقیده نه لري نو هغه به د خپل ژوند له ملګري سره چې خدای ته عقیده لري، څنګه ګوزاره کوي؟

جېز کوډل ۴۴ کلن دی، او هغه ته خپله عقیده روښانه ده. دی په اصل کې هیڅ عقیده نه لري. جېز د لندن د سرې په سیمه کې له خپلې مېرمنې هیدر او دوو زامنو، ۹ کلن ویلیم او ۶ کلن کیني سره اوسیږي.

جېز وایي، کله چې یې له مېرمني سره لومړی ځل ولیدل نو دی په دې نه پوهېده چې هغه خدای ته عقیده لري. خو کله چې یې یوځای ژوند پیل کړ بیا ورته معلومه شوه چې هغه کلیسا ته ځي او په اصل کې کاتولیکه ده.

اوس یې دواړو اولادنو ته په کلیسا کې د تعميد غسل ورکړی. ښاغلی جېز، که څه هم چې خپله عقیده نه لري خو د دوی ملاتړ کوي او هره اوونۍ کلیسا ته ور سره ځي. د ده د عقیدې په هکله هر وخت په کورنۍ کې ډېر بحث کیږي.

د جېز زوی، ویلیم عیسوي سندري په خوشحالۍ وایي، خو لکه بل هر ماشوم، دی هم د خپل پلار پر لار روان دی. ویلیم غواړي تر دې چې کلیسا ته ولاړ شي په خپل ایکس باکس لوبې وکړي.

په دې وروستیو کې خو ان ویلیم نه غوښتل چې کلیسا ته ولاړ شي هغه به ویل چې دا یو بېکاره کار دی خو بیا یې خپل فکر بدل کړ او اوس وایي چې خدای ته عقیده لري خو دا یې نه خوښیږي چې مور او پلار یې هر وخت د عقیدې پر سر یو له بله خپه وي.

او یوه وړه موضوع بله هم شته، هغه دا چې تر ژوند وروسته به څه کیږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption توصیف وایي، ''زما د مېرمني له پاره دا غټه ګناه ده چې په دې پوهه وې چې خاوند یې عقیده نه لري''.

جېز زیاتوي: ''مېرمن مې څو ځله دا خبره کړې، فکر کوم دا په دې خبره ډېره اندیښنه کوي چې موږ به له مړينې وروسته سره یو ځای نه یو. خو زه خپله په دې خبرو باور نه کوم، که چیري د دې مذهب ریښتیا وي نو د دې په عقیده به زه دوزخ ته ځم .''

بلې خوا د جېز مېرمن، هیدر هیله لري چې یوه ورځ به جېز خپل فکر بدل کړي او خدای به ومني، هغه وایي: ''د یوې مېرمني په حیث زه جېز ته دعاوي کوم چې دی هم جنت ته لاړ شي. او هیله کوم چې یوه ورځ نه یوه ورځ به خپل فکر بدل کړي او خدای به ومني''.

جېز وایي، دی هم دا هیله لري چې یوه ورځ به یې مېرمن په دې پوه شي چي خدای نشته. دوی دواړه وایي، یوه خبره هم امکان نه لري.

تر ژوند وروسته موضوعات هر وخت په داسې کورني جوړښتونو کې را منځ ته کیږي. ځیني میرمنې فکر کوي چې دوی به هم د خپلو خاوندانو د ګناه په سزا به دوزخ کې وي، ځکه چې خاوندان یې خدای نه مني.

یو بل کس توصیف نومیږي، خو دا یې اصلي نوم نه دی. هغه نه غواړي چې مسلمانه مېرمن یې خبره شي چې ده زموږ سره مرکه کړې.

توصیف وایي، ''زما د مېرمني لپاره دا غټه ګناه ده چې په دې پوهه وې چې خاوند یې عقیده نه لري''.

د انځور حقوق BBC World Service

توصیف په یوه مسلمانه کورنۍ کې را لوی شوی دی. څه وخت چې ۱۵ کلن و نو د خدای له وجوده منکر شو.

شرایط داسې را غلل چې هغه د مسلمانې ښځې سره واده وکړ. توصیف وایي، څه وخت چې یې واده کاوه نو مېرمن یې پر خپل مذهب ډېره ټینګه نه وه.

دغه مېرمن او خاوند یې دواړه برتانوي پاکستانیان دي، توصیف فکر کاوه، دا چې دوی دواړه یو ډول کلتور لري نو شاید ژوند به یې تر یو بریده له ستونزو پاک وي، د دوی په ژوند کې به مینه لومړی ځای ولري او مذهب دوهم. خو اوس وایې چې ډېر ساده فکر یې کړی وه.

توصیف د خپلې مېرمنې په خاطر دا پر ځان ومنله چې په ځان کې به یو لړ تغییرات راولي. څه وخت چې له مېرمنې سره وي نو الکول به نه څښي او د اولادونو مذهب به هم د مېرمنې په خوښه ټاکل کیږي.

خو وایي چې مېرمن یې نوره هم مذهبي کېدله. توصیف هم هڅه کوله چې مذهب ومني. دا ګړۍ توصیف یوازې د خپلې مېرمنې په خاطر ځان مسلمان ښکاره کوي، چې په کورنۍ کې د مخالفتونو مخنیوی وکړي.

توصیف وایي، ''مېرمن مې هیله لري چې زه حج ته ورسره ولاړ شم او هم مي زوی ته لمونځ ور وښیم او په لمانځه کې ورسره ودریږم، خو دا پوهیږي چې زه دغه کارونه نه کوم.''

توصیف زیاتوي، ''درې څلور کاله وړاندې مې په ټینګه عزم وکړ چې خپله لار به د مذهب په لور یو ځل بیا وپلټم، له هغو خلکو سره مې لیده کاته پیل کړل چې مذهبیان ول. په یو شمېر نورو ګروپونو کې مې هم برخه واخیستله، خو په دې پوهېدلم چې ځان تېرباسم، او مذهب ته بېرته ستندېدل مې له امکانه وتلي دي''.

''اوس مي دې ډول هڅو ته د پای ټکی ایښی، غواړم مېرمن مې په دې قانع کړم چې له هغې لپاره زه مسلمان یم، زه دومره مسلمان یم چې هغې ته زما سره د ژوند کولو لپاره کافي وي.''

توصیف دوراغ ویلو ته اړ دی. زوی هم د خپلې خوښې خلاف مسلمان را لویوي. خو دی به خپل ټول ژوند د خپلې مېرمنې د خوښۍ په خاطر دوه مخی ژوند ولري.

په دې وروستیو کې توصیف الکول څښلي وه او عکسونه یې فیسبوک ته پورته کړي وه، په دې کار یې له خپلې مېرمنې سره کړې ژمنه ماته کړه.

توصیف وایي چې مېرمن یې خبره شوه نو د خوب له کوټې یې وایست، د خپلو کالو بسته یې هم تړلې ده، خو نه غواړي له خپل زوی څخه بېل شي.

توصیف وایي، اوس هم له خپلې مېرمنې سره مینه لري، خو دی پوهیږي چې مېرمن یې په څو ځلي ډېر واضح ورته ویلي چې له ده سره نوره مینه نه لري.