په یمن کې القاعدې پر چارلي ابدو مجلې د برید پړه ومنله

نصر بن علي الانسي د انځور حقوق AFP
Image caption الانسي دا هم وايي، فرانسې له (شیطاني جګړې) سره یوځای شوې ده، چې په وینا یې دې ته ورته نور بریدونه به هم وکړي.

په یمن کې د القاعدې شبکې د فرانسې پاریس کې د چارلي ابدو طنزي مجلې پر دفتر د برید پړه په رسمي توګه منلې ده. په برید کې ددغې مجلې ۱۲ کار کوونکي ووژل شول.

ددغې ډلې مشر نصر بن علي الانسي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، پر چارلي ابدو مجلې برید کوونکو غوښتل چې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په غچ اخیستو کې ددغې مجلې پر دفتر برید وکړي.

په دې ۱۱ دقیقه ییز ویډیويي پیغام کې، چې پر یوټیوب وېبپاڼه خپور شوی، په یمن کې د القاعدې شبکې مشر نصر بن علي الانسي ویلي: ''د پاریس د مبارکې غزا به اړه، موږ ـ په عرب ټاپووزمه کې د القاعدې د جهادي ډله ـ د رسوالله (صلی الله علیه وسلم) د سپکاوي غچ اخیستونکي دغه برید مسؤولیت منو.''

الانسي دا هم وايي، فرانسې له (شیطاني جګړې) سره یوځای شوې ده، چې په وینا یې دې ته ورته نور بریدونه به هم وکړي.

د هغه په وینا، په یمن کې القاعدې ''ددغه برید لپاره خپل هدف ټاکلی، خپل پلان یې جوړ کړی او بیا یې عملي کړی دی.''

تېره اونۍ کواشي وروڼو د چارلي ابدو مجلې پر دفتر برید وکړ، چې ۱۲ کسان یې پکې ووژل.

د چارلي ابدو نوې ګڼه

د فرانسې د چارلي ابدو د طنزي مجلې وروستۍ گڼه پاريس کې د هغې پردفتر د اسلامپاله وسله والو له بريده يوه اوونۍ وروسته ټولې نړۍ کې خرڅلا ته وړاندې شوه .

د انځور حقوق Getty
Image caption د امريکا په متحده ايالتونو کې عامه ملي راډيو هم د کارتون د نه خپرولو پرېکړه کړې ده.

د مجلې د دې گڼې يو ميليون نسخې له چاپه راوتلې او که اړتيا وې نورې نسخې به يي هم چاپ شي او له خرڅلا څخه لاسته راغلې پېسې به د قربانيانو کورنيو ته ورکړل شي.

د مجلې لس تنه ژورناليستان تېره اوونۍ د اسلامپاله بريدکوونکو له لوري ووژل شول.

د چارلې ابدو د مجلې د دې گڼې لومړى پوښ د اسلام پيغمبر انځوروي چې ژاړي.

د مجلې کارکوونکي دا انځور په زړه پورې او خندونکى بولي او وايي دا ښيي چې دوى نه وېرېږي .

د نړۍ په لرو بر کې يو شمېررسنيزو سازمانونو د کارتون د بيا خپرولو پريکړه کړې ده .

د اطريش سالزبرگر نشريشتن يوه له دغو رسنيو ده چې کارتون يې خپور کړى. د رسنۍ مرستيال مشر ويکتور هيرمن يې دليل داسې وايي:

"بې له شکه چې دا زموږ اخلاقي مسولیت دی. فکر کوم ډېره مهمه ده چې له چارلي ابدو څخه خپل ملاتړ څرګند کړو. د تېرې اوونۍ خبر موږ ټول ډېر وکړولو. ټول په ډې نظر یو چې باید د رسنیو او د بیان د ازادۍ لپاره راپورته شو."

د انځور حقوق

خو د مصر رسمي اسلامي مرجع دارالافتا د نوي کارتون خپرول يوه "غيره موجه توطيه" بللې ده.

څو رسنيزو سازمانونو د کارتون د نه خپرولو پرېکړه کړې ده. د دوى په منځ کې يوه هم د فرانسې د لي موند دېپلوماتيک ورځپاڼه ده.

د ورځپاڼې مسوول چلوونکى الين گريش يې دليل داسې وايي:

" نه، لومړی خو باید دا ووایم چې زه له اخلاقي پلوه هېڅ مجبور نه یم چې له چارلي ابدو سره خواخوږي څرګنده کړم. ښکاره خبره ده چې پر دوی ترسره شوي برید غندم. بې له شکه چې د خلکو وژنه بد عمل دی. خو دوی چې د اسلام په اړه څه وایي ما تل د هغه غندنه کړې. بلکې د بیان د ازادۍ په اړه د دوی پوهاوی هم ناسم دی."

<span >د امريکا په متحده ايالتونو کې عامه ملي راډيو هم د کارتون د نه خپرولو پرېکړه کړې ده.

ورته مطالب