نژدې ۵۰۰۰ کسان له اروپا نه د اسلامپالو ملاتړ ته ورغلي

د انځور حقوق BBC World Service

د اروپايي ټولنې د پولیسو بنسټ (یوروپول) مشر رابر وینزایټ ویلي، د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو نژدې ۵۰۰۰ وګړي د سخت دریځو له لیکو سره یوځای شوي دي.

نوموړي د بریتانیا پارلمان د کورنیو چارو یوې جرګګۍ ته د هغو کسانو د شمېر په اړه د پوښتنې په ځواب کې دا خبره کړې، چې څومره کسان له سخت دریځو یا ترهګرو سره یوځای شوي.

دی زیاتوي، ''موږ د ۳۰۰۰ او ۵۰۰۰ کسانو ترمنځ اټکل کولی شو، چې د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو وګړي دې له ترهګرو او سخت دریځو ډلو سره یوځای شوي وي.''

نوموړی دا هم وايي، زموږ هڅه دا ده چې دغه وګړي، چې زیاتره پکې زلمیان او ځوانان دي، بېرته خپلو هېوادونو ته راستانه شي.

د هغه په وینا، له سخت دریځو سره یوځای شوي اروپايي ځوانان د پاریس په څېر خطرناک بریدونه کولی شي. وینرایټ غوښتنه کړې ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې باید د جهادي شبکو یا جهادي ډلو تعقیبول چټک شي:

''د قانون د تطبیقوونکو بنسټونو او د ټکنالوژۍ د شرکتونو ترمنځ باید باوري او غوره اړیکي موجود وي.'' اروپايي چارواکي دا مهال له انټرنېټ نه د سخت دریځو ډلو د کارونې په اړه اندېښنې لري.

دوی وايي، سخت دریځي په ټکنالوژۍ کې هم ډېر مخته تللي دي.

وړمه ورځ، د امریکا د مرکزي قوماندې د ټویټر او یویټیوب اکونټونه (ګڼونونه) د سخت دریځو له خوا هک شوي وو، چې د اسلامي دولت (داعش) بیرغ او پیغامونه پکې خپاره شوي وو.

بل خوا، د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ددفتر مشر جیمز کومي ویلي، د هغو ۱۵۰ امریکایانو په تعقیب کې دي، چې په غالب ګومان سوریې ته له اسلامي ډلو سره د یوځای کېدو لپاره تللي دي.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق AP
د انځور حقوق BBC World Service

سرچینې ویلي، دغه کسان د امریکا لپاره لوی سرخوږی جوړوي، که چېرې بېرته امریکا ته راستانه شي، د هېواد د ننه به خطرناک بریدونه وکړي.

نوموړي په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل:

''نژدې ۱۵۰ کسان له امریکا نه سوریې ته د بېلابېلو انګیزو له کبله تللي دي، چې اصلي انګیزه یې جګړه کول دي.''

کومي وايي، اوس وېره دا ده چې دغه کسان له داعش ډلې سره یوځای شوي نه وي. سرچینې ویلي، ځینې کسان بېرته راستانه شوي، خو دوی یې نومونه او په اړه نور مالومات نه شي خپرولی.

د انځور حقوق Getty
د انځور حقوق AP
د انځور حقوق Reuters
Image caption وړمه ورځ، د امریکا د مرکزي قوماندې د ټویټر او یویټیوب اکونټونه (ګڼونونه) د سخت دریځو له خوا هک شوي وو، چې د اسلامي دولت (داعش) بیرغ او پیغامونه پکې خپاره شوي وو.