اوباما د انټرنیټي خوندیتوب د سختو قوانینو د پلي کولو هڅې کوي

د انځور حقوق .
Image caption ولسمشر باراک اوباما ویلي "موږ باید له هغوی نه یو ګام وړاندې اووسو چې غواړي موږ زیانمن کړي."

د لوړې کچې پر امریکايي اهدافو له انټرنیټي بریدونو وروسته د امر یکا ولسمشر باراک اوباما د انټرنیټي خوندیتوب لپاره د سختو امنیتي قوانینو له طرحو پرده پورته کړه.

ولسمشر باراک اوباما وویل د سوني فلم جوړولو پر شرکت انټرنیټي برید او د دفاع وزارت د ټویټر د پیغامونو هک کولو د دې اړتیا ډېره کړه چې لا سخت قوانین پلي شي.

په پام کې ده چې په دې هکله جوړې شوې طرحې په عاجله توګه د امریکا کانګرس ته واستول شي.

تر دې وړاندې د انټرنیټي سختو قوانینو په اړه هڅې د مدني آزادیو د کمپاین کوونکو له خوا له مخالفتونو سره مخامخ شوې وې.

اوس هم ښاغلي اوباما د خلکو شخصي معلوماتو ته د لاسرسي په اړه له اندېښنو سره مخامخ دي.

اندېښنې دا دي چې حکومت به تر کومې کچې پورې د خلکو شخصي معلوماتو ته لاسرسی ولري او انټرنیټي کړنې به یې څاري؟

خو انټرنیټي جرمونو په مستقیمه توګه پر میلونونو کارونکو اغېزه کړې ده.

پر امریکايي سوداګریزو شرکتونو هم انټرنیتي بریدونه شوي او داسې نښې نښانې شته چې د جمهوریت غوښتوونکو په مشرۍ کانګرس کې به د نوي قانون ملاتړ وشي.

ولسمشر باراک اوباما ویلي "موږ باید له هغوی نه یو ګام وړاندې اووسو چې غواړي موږ زیانمن کړي."

د نوموړي په وینا انټرنیټي ګواښونه یو بیړني او زیاتیدونکی خطر دی.

ولسمشر اوباما غواړي داسې قانون پلي کړي چې له مخې به یې حکومت او خصوصي سکتور کولای شي چې د انټرنیټي ګواښونو په اړه معلومات سره شریک کړي.

ورته مطالب