یوه ورځ یو ساعت څرنګه اوږده شوه؟

د انځور حقوق Thinkstock

د اسټرالیا په کوینلېنډ سیمه کې په چهارشنبه (جنوری-۱۴) سهار وختي، ځیرکو ټیلفونونو خلک یو ساعت له خوبه مخکې راپاڅول. په دغه سیمه کې د ورجین "Virgin " او اوپټس "Optus " په نامه د ټېلېفوني شبکو کمپیوټرونو تېروتنه کړې او ساعت یې په خپل سر اړولی.

له دې لارې د ټولو هغو خلکو د ټېلېفون ساعت هم اوښتی چې له دغو شبکو سره تړلي وه.

د کوینلېنډ د سیمې خلکو په ۱۹۷۲ کال کې په ژمي کې د ساعت له تغییر نه ځانونه وایستل او اوس مهال د اسټرالیا له نیو سوت وېل څخه د کال یوه برخه یو ساعت شاته وي.

د اې بي سي د خبرونو د شبکې مشتریان کارته یو ساعت مخکې تللي وه او پر سړکونو تر پخوا ګڼه ګوڼه هم ډېره وه.

یو تن کارکوونکی چې کار ته یو ساعت مخکې رسېدلی وایي:"له ځان سره مې فکر کاوه چې دا څنګه تیاره ده." دغه کار کوونکی د خپل کار تړلې دروازې ته درېدلی و.

د اسټرالیا د اوپټس د ټېلېفون کمپنۍ خپلو مشتریانو ته پر فېسبوک پیغام ایښی چې خپل ټېلېفونونه دې د کافي په دوکانونه کې ورښکاره کړي او وړیا کافي دې تر لاسه کړي.

خو د ورجین د ټېلېفون کمپنۍ بیا خپلو مشتریانو ته وړیا ډوډی کورته ورلېږي که چیرې خپل داسې یو انځور ور واستوي چې کارته یو ساعت مخکې رسېدلی وي.