ټکساس کې بندیان لېږدوونکی بس له اورګاډي سره ټکر شوی

د انځور حقوق

د امریکا ټکساس ایالت کې د بندیانو یو لېږدوونکی موټر له یوه اورګاډي سره ټکر شوی، چې لږترلږه ۱۰ کسان پکې وژل شوي دي.

ټکر پر یوه داسې لار شوی، چې واورو پوښلې وه، او د موټر د کږېدو لامل شوه.

د پولیسو چارواکي مارک ډونالډسن ویلي، بس د یوه پله له سره کوږ شوی او بیا پر اورګاډي لګېدلی دی.

د ټکساس ایالت چارواکي وايي، په موټر کې ۱۲ بندیان او درې پولیس سپاره وو، چې له ابیلین زندان نه یې بندیان ال باسو زندان ته لېږدول.

په سیمه کې د یوه روغتون چارواکو ویلي، دوی ته پنځه ټپیان ور وړل شوي، چې اوس یې په درملنې بوخت دي، خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

د اورګاډي چلونې یونیون پیسیفیک شرکت ویاند ویلي، په اورګاډي کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

خو د جنايي جرمونو ادارې ویلي، په ټکر کې اته بندیان او دوه پولیس وژل شوي.