د لبنان حزب الله جګپوړی غړی د موساد په خدمت کې

Image caption حسن نصرالله د حزب الله ډلې ددغه جګپوړي مشر نیول کېدل د حزب الله د ویښتابه پایله ګڼلې ده، چې په وینا یې ''په تېرو دوه دېرشو کلونو کې د اسرائیلو پرضد مبارزه د حزب الله اصلي موخه ده.''

د لبنان حزب الله ګوند مشر سید حسن نصرالله منلې ده،‌ چې ددغه ګوند د استخباراتو یوه جګپوړي غړي د اسرائیلي استخباراتو لپاره څارګري کوله.‌ ویل کېږي چې دغه کس د حزب الله د بهرنیو عملیاتو یو جګپوړی مشر و.

څو اونۍ مخکې د لبنان حزب الله ډلې ددغه مشکوک جګپوړي غړي د نیول کېدو په اړه رسنیو رپوټونه ورکړي دي.

په ځینو رپوټونو کې راغلي وو چې دغه کس د تېرې میاشتې لومړیو کې نیول شوی دی.

وړاندې د لبنان (ډیلي سټار) ورځپانې،‌ د کویت (الرأی) ورځپاڼې او د امریکا (واشنګټن پوست) ورځپاڼې د ځینو سیمه ییزو لبناني سرچینو له قوله ویلي وو، چې نیول شوي کس له تېرو څو کلونو راهیسې اسرائیلي استخباراتو ته جاسوسي کوله،‌ چې ترڅنګ یې د حزب الله لبنان د بهرنیو عملیاتو مشري هم پرغاړه لرله.

سرچینې ویلي، یاد کس د حزب الله د بهرنیو عملیاتو استخباراتي معلومات د اسرائیلي د بهرنیو استخباراتو څانګې (موساد) ته ورکول.

په ایران کې د (تسنیم) خبري اژانس څو اونۍ مخکې د فرانسې د خبري اژانس په حواله لیکلي وو، د لبنان حزب الله خپل یو جګپوړی مشر اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

Image caption ویل کېږي چې نیول شوي کس د موساد لپاره اته کاله جاسوسي کړې ده

د خبري سرچینو په حواله، ددغه پټ جاسوس په همکارۍ د اسرائیلو استخباراتي ادارې وکړای شو، چې د حزب الله د ځینو جګپوړو مشرانو په اړه معلومات ورکړي.

په لبنان کې د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله له (المیادین) تلویزیون سره په خبرو کې ویلي: ''زما له نظره،‌ دا زموږ د امنیت په اړه یوه لویه اندېښنه ده، چې داسې باید نه وای شوي، خو اوس شوي دي، چې همدا د اسرائیلو او زموږ ترمنځ د جګړې یو اړخ هم دی.''

د حزب الله عمومي مشر د نیول شوي جاسوس نوم ونه ښود، خو وویل چې دغه کس ''پنځه میاشتې مخکې نیول شوی او پر ټولو هغو کړنو یې اعتراف کړی چې اسرائیلو ته یې استخباراتي معلومات ورکړي دي.''

حسن نصرالله د حزب الله ډلې ددغه جګپوړي مشر نیول کېدل د حزب الله د ویښتابه پایله ګڼلې ده، چې په وینا یې ''په تېرو دوه دېرشو کلونو کې د اسرائیلو پرضد مبارزه د حزب الله اصلي موخه ده.''

په ځینو رپوټونو کې د نیول شوي کس نوم (محمد شوربه) ښودل شوی، چې د خپل ماموریت په لړ کې یې بهر ته ډېر سفرونه کړي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د لبنان حزب الله د ایران له مالي ملاتړ نه برخمنه ډله ده

ظاهراً نوموړي له ۲۰۰۷ کال راهیسې په دغو سفرونو کې د اسرائیلو له استخباراتي مامورینو سره اړیکي نیولي دي.

رویټرز خبري اژانس د ځینو لبناني سرچینو په حواله وايي، محمد شوربه ۴۳ کاله عمر لري، چې له زلمیتوب راهیسې له حزب الله سره و، او د لبنان په سوېل کې د اسرائیلي پوځيانو د حضور پرمهال یې په ډېرو عملیاتو کې ګډون کړی دی.

شتمن سوداګر

دغه خبري اژانس د یوه لبناني چارواکي څرګندونې هم خپرې کړې دي چې وايي، محمد شوربه یو شتمن سوداګر دی چې د اسپانیا او ایټالیا ترمنځ یې ګڼ سفرونه کړي دي او څو کلونه د موساد په خدمت کې بوخت و.‌

سرچینې دا هم ویلي، هغه معلومات چې شوربه به اسرائیلو ته ورکول، پایله یې دا شوه چې اسرائیل د حزب الله یو جګپوړی مشر عماد مغنیه له منځه یوسي، خو د نوموړي د وژنې په عملیاتو کې له وړاندې نه د ګډون کوونکو کسانو نومونه افشا شوي وو.

ددغه راپور پربنسټ، د حزب الله پرضد د محمد شوربه ددغه ګام اخیستو انګیزه دا وه چې دغې ډلې د هغه د مشرۍ له ارتقا نه ډډه کوله.‌

د لبنان حزب الله ډله یوه سوچه شیعه ډله ده، چې د ایران د حکومت په ملاتړ د لبنان په سیاسي ډګر کې هم په قانوني ډول فعالیت لري.

د امریکا متحدو ایالتونو دغه ډله د ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامله کړې ده.

Image caption ایران د لبنان حزب الله شیعه ډلې ته د پیسو ترڅنګ وسلې هم ورکوي