سوریه کې دوې تښتول شوې ایټالیایانې خوشې شوې

د انځور حقوق
Image caption دا انځور له هغې وېډیو اخیستل شوی، چې نصرت جبهې خپره کړې وه او ویلي یې وو چې دغه مېرمنې له دوی سره دي

په سوریه د ایټالیا هغه دوې تښتول شوې مېرمنې خوشې شوې، چې څلور میاشتې مخکې تښتول شوې وې، چې د جمعې ورځې پر ګهیځ د روم پر هوايي ډګر له الوتکې ښکته شوې.

د ایټالیا حکومت وايي، دوی په یوه خبریه ټولنه کې کار کاوه.

د ایټالیا د لومړي وزیر ماتیو رینتسي دفتر له خوا پر ټویټر لیکل شوي: ''۲۱ کلنه وانیسا مارتسولو او ۲۰ کلنه ګریتا رامیلي اوس ازادې شوې چې ژر به خپل هېواد ته ستنې شي.''

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت په تېر اګست میاشت کې ویلي وو، تښتول شویو ایټالیایانو په حلب ښار کې د بشري مرستو د یوې مؤسسې کارکوونکې وې.‌

ددوی د خوشي کېدو په اړه ډېر مالومات نه شته.‌

په تېر اګست کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو،‌ دغو مېرمنو په کلابند شوي حلب ښار کې طبي توکي او مرستې رسولې.‌

د انځور حقوق EPA
Image caption د وانیسا مارتوسولو پلار سلواتور مارزولو د خپلې لور له خوشي کېدا وروسته له رسنیو سره په خندانه خوله خبرې وکړې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دواړې خوشې شوې د جمعې ورځې پر ګهیځ د روم پر هوايي ډګرې له الوتکې ښکته شوې.

له تېرو دوو اونیو راهیسې تښتوونکو ددغو مېرمنو ویډیوګانې خپرې کړې، ‌او د هغوی د وژلو ګواښ‌یې کړی و.

په ویډیو کې ویل شوي وو، چې دغه مېرمنې له (نصرت جبهې) سره دي.

(نصرت جبهه) په سوریه کې د القاعدې شبکې یوه برخه ده.