امریکا او بریتانیا پر یو بل د لوبیز جنګ انټرنیټي بریدونه کوي

Image caption د بریتانیا د صدراعظم ډیویډ کمرون دفتر ویلي چې د بریدونو لومړنی تمرین به د روان میلادي کال په وروستیو کې پر اقتصادي سکتور وشي.

امریکا او بریتانیا به د انټرنیټي خوندیتوب لپاره د ګډو هڅو په ترڅ کې پر یو بل د لوبیز جنګ انټرنیټي بریدونه وکړي.

د بریتانیا د صدراعظم ډیویډ کمرون دفتر ویلي چې د بریدونو لومړنی تمرین به د روان میلادي کال په وروستیو کې پر اقتصادي سکتور وشي.

د دغو اقداماتو اعلان وروسته له هغه وشو چې ښاغلي کمرون د امریکا له ولسمشر باراک اوباما سره ولیدل.

دغه راز به د دواړو هېوادونو استخباراتي ادارې د انټرنیټي بریدونو د مخنیوي لپاره په ګډه کار کوي.

د ښاغلي ډیویډ کمرون دفتر ویلي چې د بریتانیا ایم آی پنځه استخباراتي اداره به د امریکا د استخباراتو له فیدرالي ادارې سره د انټرنیټي ګواښونو په مخنیوي کې په ګډه کار کوي.

دا لومړي ځل دی چې بریتانیا له یو بل هېواد سره په دې برخه کې په ګډه کار کوي.

ویل شوي له دې نه موخه دا ده چې د ګواښونو پر وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د معلوماتو تبادله ښه شي.

دا اقدامات وروسته له هغه ترسره کېږي چې د سوني فلم جوړولو پر شرکت انټرنیټي برید وشو او د امریکا د دفاع وزارت یو ټویټ هک او په کې د اسلامي دولت ډلې لپاره تبلغ وشو.

د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کمرون په دوه ورځني سفر امریکا ته تللی دی.

واشنګټن ته له رسیدو وروسته نوموړي د بي بي سي د سیاسي چارو له خبریال نیک رابنسن سره په خپلو کې وویل "انټرنیټي بریدونه عصري ګواښونه دي چې موږ وسره مخامخ یو."

دغه راز ولسمشر اوباما هم ویلي چې انټرنیټي بریدونه یو عاجل او زیاتیدونکی خطر دی او د انټرنیټي خویتوب لپاره یې د نویو قوانینو طرحې په ډاګه کړې دي.

ولسمشر باراک اوباما ویلي د سوني فلم جوړولو پر شرکت انټرنیټي برید او د دفاع وزارت د ټویټر د پیغامونو هک کولو د دې اړتیا ډېره کړه چې لا سخت قوانین پلي شي.

تر دې وړاندې د انټرنیټي سختو قوانینو په اړه هڅې د مدني آزادیو د کمپاین کوونکو له خوا له مخالفتونو سره مخامخ شوې وې.

اندېښنې دا دي چې حکومت به تر کومې کچې پورې د خلکو شخصي معلوماتو ته لاسرسی ولري او انټرنیټي کړنې به یې څاري؟

خو انټرنیټي جرمونو په مستقیمه توګه پر میلونونو کارونکو اغېزه کړې ده.

ولسمشر باراک اوباما ویلي "موږ باید له هغوی نه یو ګام وړاندې اووسو چې غواړي موږ زیانمن کړي."

ورته مطالب