د امریکا او کیوبا په اړیکو کې یو نوی پړاو پیلېږي

Image caption خبریالان وايي امریکایان به کولای شي چې د ۱۰۰ ډالرو په ارزښت تنباکو او الکولي مشروبات له کیوبا نه امریکا ته له ځان سره یوسي. دا په دې مانا ده چې د امریکا له خوا پر کیوبايي سیګارو بندیز لری شوی دی.

امریکايي چارواکي وايي د جمعې له ورځې (د جنورۍ ۱۶مې) نه به د امریکا او کیوبا ترمنځ د سفر کولو او سوداګرۍ نوي قوانین پلي شي.

د دې قوانینو له مخې به امریکايي اتباع کولای شي چې خپل بانکي کارتونه په کیوبا کې وکاروي او دغه راز د تکنالوژۍ په برخه کې سوداګري کیوبا ته وغځوي.

خبریالان وايي امریکایان به کولای شي چې د ۱۰۰ ډالرو په ارزښت تنباکو او الکولي مشروبات له کیوبا نه امریکا ته له ځان سره یوسي.

دا په دې مانا ده چې د امریکا له خوا پر کیوبايي سیګارو بندیز لری شوی دی.

د امریکا او کیوبا ترمنځ اړیکې له ۱۹۶۱ کال راهیسې پرې شوې وې خو تېره میاشت د اړیکو د بیا ټینګولو په اړه یوه هوکړه وشوه.

خو له کیوبا سره د سوداګرۍ په برخه کې د امریکا له خوا یو لړ بندیزونه لا هم پر خپل حال دي او یوازې د امریکا کانګرس کولای شي چې دغه بندیزونه په بشپړه توګه لېری کړي.

څو ورځې وړاندې امریکا چارواکو وویل کیوبا هغه ټول ۵۳ سیاسي بندیان د یوې تاریخې هوکړې له مخې خوشي کړي چې ورسره بندیان وو.

د امریکا د مالې وزیر جیکوب لیو په یوې اعلامیې کې ویلي "د نن ورځې اعلان د امریکا او کیوبا د اړیکو په برخه کې موږ یو ګام نور هم مخې ته کوي چې اړیکې سره تازه کړو او هغه تګلارې چې کار یې نه کاوه په داسې تګلارو بدلې کړو چې د سیاسي او اقتصادي ازادیو په برخه کې اړیکې پیاوړې کوي."

د سپینې ماڼې مطبوعاتي مشر جوش ایرنیست وویل دغه نوي بدلونونه به امریکایان په سملاسي توګه د دې جوګه کړي چې د کیوبا خلکو ته پر ځان د بسیا کېدو لپاره ډېر منابعې برابرې کړي.

که څه هم پر عام سیاحت اوس هم بندیز دی خو امریکايي اتباع به کولای شي چې د لسګونو دلایلو له امله پرته له دې چې له مخکې نه له حکومته ځانګړی لایسنس واخلي کیوبا ته سفر وکړي.

دغه راز به امریکايان کولای شي چې په کیوبا کې خپل بانکي کارتونه د پېسو له کوم محدویت پرته وکاروي.

تېر کال ۱۷۰ زرو امریکایانو ته کیوبا ته د تګ لایسنسونه ورکړل شوي وو.

خو د نویو قوانین له مخې به امریکايي کمپنۍ اوس کولای شي چې کیوبا ته ګرځنده ټېلېفونونه، سافټویر صادر کړي او په کیوبا کې د انټرنیټ خدمات وړاندې کړي.

د امریکا سپینې ماڼې اټکل کړی چې کیوبا په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې د انټرنیټ اسانتیاوې په کې لږې دي او یوازې پنځه سلنه خلک یې انټرنیټ ته لاسرسی لري.

ورته مطالب