فرانسه: بريدگر پټ خاورو ته وسپارل شول

د انځور حقوق EPA
Image caption شريف کوشي او ورور يې سيد کوشي پټ خاورو ته وسپارل شول.

د چارلي ابدو طنزي مجلې پر دفتر د دواړو بريد کوونکو مړي په بې نښه قبرونو کې، پټ خاورو ته وسپارل شول. يوۀ فرانسوي چارواکي وويل شريف کوشي تېره شپه د پاريس د "ژنولييې" په کليوالي سيمه کې چې نوموړي په کې ژوند کاوۀ د سختو امنيتي تدابيرو په ترڅ کې خښ کړل شو.

خو ورور يې سيد کوشي د جمعې په ورځ په ختيځ ښار رېمز کې خاورو ته سپارل شوى و. دغو دواړو ورونو د جنورۍ پر اوومې نېټې د شارلي ابدو پر دفتر بريد وکړ او ١٢ کسان يې ووژل. شريف او سيد کوشي دواړه دوه ورځې وروسته د پاريس په شمال يوې صنعتي سيمې کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول. دغه دواړه ورونه ځکه په نا نښه شويو قبرونو کې خښ کړل شوي چې وروسته يې قبرونه اسلامپالو لپاره په زيارتونو بدل نه شي. خو د امېدي کوليبالي (چې د جنورۍ پر نهمې يې د يهوديانو يو مارکېټ په نښه کړى و) د مړي د خښولو په تړاو لا څه نه دي ويل شوي. د ژنولييې ښاروالۍ يوۀ چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل د شريف کوشي د خښولو په مراسمو کې يې هېڅ يوۀ خپلوان گډون نه و کړى. د سيد کوشي د کونډې حقوقي وکيل وايي هغې ځکه خاورو ته د سيد کوشي د سپارلو په مراسمو کې گډون نه و کړى چې ډارېده، خبريالان په پسې ورشي او د قبر ځاى ځايگى به مالوم شي.

د چارلي ابدو پر دفتر له بريد راهيسې نژدې ١٥٠٠٠ سرتېري د فرانسې په لر بر کې د امنيت د ټينگولو په موخه ځاى پر ځاى شوي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارډ کزینیوف ویلي د هېواد خوندي کولو لپاره به ټول اړین ګامونه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه فرانسه به "تر راتلونکو څو اوونیو پورې" د تيار سئ په لوړې درجې کې وي.

ورته مطالب