'اسلامي دولت' ۳۵۰ ایزیدیان خوشي کړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption خوشي شوي زیاتره ایزیدیان عمر خوړلي او ناروغ کسان دي

''اسلامي دولت'' د عراق په شمال کې نژدې ۳۵۰ ایزیدیان خوشي کړي دي. بل خوا د عراق پلازمېنې بغداد په ختیځه شیعه مېشت صدر او مریدي ښارونو کې چاودنو لږترلږه اته کسان وژلي او ۲۸ نور یې ټپیان کړي دي.

یوه خبریال رویټرز خبري اژانس ته ویلي،‌ د اسلامي دولت له منګولو راخوشي ایزیدیان کرکوک ته رسېدلي، چې ټول عمر خوړلي او یا معیوب او یا هم ناروغان دي.

په خوشي شویو کې ماشومان هم دي،‌ چې د رپوټونو له مخې په خطرناکو ناروغیو اخته شوي.

''اسلامي دولت'' د عراق شمال کې د ایزیدیانو پر مېشت ځایونو مخکې بریدونه کړي وو،‌ چې زرګونه کسان خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شول او ګڼ نور ووژل شول.

د ''اسلامي دولت'' له منګولو ګڼ ایزیدیان کردستان ایالت ته وتښتېدل.

یوه ۷۰ کلن خوشي شوي ایزیدي ویلي،‌ وسله والو امر ورته وکړ چې موټرو ته وخېژي، چې په وینا یې ټولو ایزیدیانو داسې وانګیرله چې د مرګ لوري ته یې بیايي.

خو دوی یې د ''اسلامي دولت'' تر ولکې لاندې الشرقاط سیمې ته ولېږدول، هلته یوه شپه پاتې شول او بیا یې د کرکوک په جنوب ختیځ کې الحویجه ښار ته ولېږدول.

د انځور حقوق AFP
Image caption په خوشي شویو کې د زیات عمر ښځې هم دي
د انځور حقوق Reuters

بل خوا، امنیتي او طبي سرچینو ویلي،‌ د شنبې پر ماښام الصدر ښار کې پر موټرسایکل ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړل شوې چې اته کسان پکې وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.

د صدر مریدي ښار او بازار کې تر ډېره شیعه ګان اوسېږي.

د بغداد په شمال صلاح الدین ولایت کې پولیسو ویلي، چې د شیعه

له ډلې څلور کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

دوی ددغه ولایت په جنوب ختیځ ‌سید غریب سیمه کې له اسلامي دولت سره په جګړه کې وژل شوي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق AFP