کراچي کې د پوليو پر ډلې بريد کې یو پولیس ټپی شوی

د پاکستان کراچۍ ښار کې د پوليو واکسين يو ساتونکی ټپي شو.

د پوليسو په وينا نن سهار (جنورۍ ۱۹) نا معلومو وسله والو پر دغې ډلې بريد وکړ چې يو ساتونکې يې پکې ټپي شو.

پوليس وايي د بريد پر مهال د واکسين ډله په يوه کور کې وه.

بريد کوونکي پر موټرسايکل سپاره وو ، د پوليسو له ځوابي ډزو وروسته په تېښته بريالي شول.

له بريد وروسته په سيمه کې امنيتي ځواکونه نور هم ډېر شوي دي. د واکسين کمپاين د لنډ مهال لپاره بند شوی دی.

له دې وړاندې هم د پوليو واکسين پر کارکوونکو برېدونه شوي وو، چې پوليسو او کارکوونکو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

پاکستان کې په تېرو دوو کلونو کې د پوليو واکسين ۶۰ کارکوونکي او ساتونکي وژل شوي دي.

افغانستان او پاکستان له هغو دريو هېوادو څخه دي چې تر اوسه پکې د ګوزڼ پېښې تر سترګو کېږي.

تېر کال پاکستان کې د ګوزڼ ۳۰۳ ناروغان وو چې دا شمېره د تېرو لسو کلونو په پرتله زياته وه .

پوليو

زياتره له پنڅه کلونو ټيټ ماشومان په ګوزڼ اخته کېږي.

پوليو پر عصبي سيستم اغېز کوي اوکولای شي په څو ساعتو کې انسان فلج کړي.

له ۱۹۸۸ راهيسې دپوليو پېښې ۹۹ سنله زياتې شوې دي.

د پوليو پېښې زیاتره په افغانستان، پاکستان او نايجريا کې ليدل کېږي.

د ګوزن علاج نشته خو د وايرس مخه يې نيول کېدای شي.