سعودي: نه غواړو د تېلو توليد کم کړو

د انځور حقوق bbc
Image caption د سعودي عربستان د تېلو وزير وايي" که دوی توليد کموي، کم يې دې کړي، موږ يې نه کموو، سعودي به يې هېڅ کم نه کړي".

د سعودي د تېلو پخوانی سلاکار وايي هېواد يې کولای شي د تېلو بيو له ټيټوالي سره ځان سم کړي.

بي بي سي ته د سعودي عربستان د تېلو يوه پخواني سلاکار ويلي "سعودي کولای شي د تېلو د بيو ټيټوالي سره د اته کاله ګوزاره کولي شي".

محمد الصعبان ويلي دا يې د هېواد پالیسي ده، چې د اوسنې مارکېټ ونډې د تېلو په کمو قېمتونو وساتي.

"د تېلو قېمتونه څومره چې کمېدای شي بايد ټيټ شي. دا ځکه د تېلو هغه توليدونکي چې زياته ګټه اخلي بايد له مارکېټ ووځي"

ښاغلی الصعبان د ۲۷ کلونو لپاره د سعودي عربستان د تېلو د سلاکار په توګه پاتې شوی.

سعودپ چې د تېلو لوي توليدونکي هېواد دی، سعودي عربستان ويلي د تېلو د بيو د پورته کولو لپاره به د تېلو توليد کم نه کړي.

ښاغلي الصعبان ويلي سعودي عربستان زياتي اقتصادي زېرمې لري کولای شي د کمو بيو سره ګوزاره وکړي.

دغه هېواد اوس د دولتي لګښتونو په کمولو لګيا دي. له دې پرته به سعودي عربستان ونشي کولای چې له څلورو کلونو زيات د تېلو د کمو قېمتونو مقابله وکړي.

له تېر جون راهيسې د تېلو بيې له نيمايي زياتې ښکته شوي. په شمالي امريکا کې د شېل کمپني د تېلو او ګازو د زياتو توليدولو له کبله، بيې ټيټ شوي دي. د تېلو د بيو کمېدل د ډالر ارزښت لوړ وي.

شنبې (۱۹ جنورۍ)د يو بېرل خامو تېلو قيمت ۴۹.۴۰ ډالره و چې ۷۷ سېنټ ښکته شوی.

د تېلو بيې له هغه وروسته نورې هم ټيټې شوې چې سعودي عربستان وويل د قېمتونو د پورته کولو له پاره به د تېلو توليد کم نه کړي.

د سعودي عربستان د تېلو وزير علي النعيمي ويلي "که دوی توليد کموي، کم يې دې کړي، موږ يې نه کموو، سعودي به يې هېڅ کم نه کړي".

ورته مطالب