يو سلنه شتمن خلک د نړۍ٪ ۹۹ شتمني لري

د انځور حقوق bbc

د اکسفام مرستندويې ټولنې په وينا نژدې وخت کې به يو سلنه شتمن خلک له نورې نړۍ زياته شتمني ولري.

دغه خيريه ټولنه وايي شتمن به نور هم بډای او غريب به نور بېوزلي شي.د ۲۰۰۹ کال په پرتله دغه شمېره له ۴۴ سلنه څخه ۴۸ ته لوړه شوې ده.

اکسفام وايي چې تر" ۲۰۱۶ کال پورې به د نړۍ يو سلنه شتمن خلک د ټولې نړۍ له ۵۰ سلنه زياته شتمني زياته ولري".

د اکسفام مشر ه واين بېنميا وايي " ايا موږ غواړو په داسې يوه نړۍ کې ژوند وکړو چې هلته يوازې يو سلنه وګړي د نورې نړۍ له ټولو وګړو زياته شتمني ولري.

دغه په نړيواله توګه نا انډولي ده. دې زياته کړه داسې يوه اجنډا بايد جوړه شي چې د شتمن او غريب تر منځ واټن کم شي".

دا وايي اوس د دې وخت را رسېدلی چې د نړۍ مشران سره کېني، د شتمن او غريب په باب خبرې وکړي او ښه نړۍ جوړه کړي.

د اوسنيو نا انډوليو له کبله غریبو خلکو زيات زيان ليدلي او د اقتصاد کمه برخه له دغو خلکو سره شريکه کېږي.

شتمن نور هم شتمن کېږي

اکسفام خيريه ټولنه وايي دغه نا انصافي بايد له منځه يوړل شي. د عامو وګړو لپاره د تنخوا او د ژوند عادي ضروروتونه دې پوره کړل شي.

اکسفام په ډوېس کې ويلي چې د نړۍ ۸۵ شتمن وګړي د ټولې نړۍ له۵۰ سلنه (۳.۵) ميلياردو وګړو زياته سرمايه لري.

په تېرو څلورو کلونو کې د نړۍ د غريبو خلکو سرمايه ۷۵۰ ميليارده کمه شوې او د شتمنو سرمايه ۶۰۰ مليارده زياته شوې ده.

دغه شمېرې نورې هم لوړې شوې اوس د نړۍ ۸۰ شتمن کسان د نورو ۵۰ سلنه غريبو خلکو سره يو شان شتمني لري

دغه څېړنې د بارک اوباما له وينا يوه ورځ وروسته خپرېږي چې ويلي يې دي، "په شتمنو خلکو دې ټکس زيات شي چې له غريبو خلکو سره مرسته وشي".