د الوتکې لوېدو ۳۵ سوري پوځيان وژلي

د انځور حقوق d

د سوریې په شمال لوېديځ کې د پوځ‌یوه الوتکه لوېدلې، چې لږترلږه ۳۵ پوځيان پکې وژل شوي دي.

بریتانیا مېشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، ناوړه هوا د الوتکې د لوېدو لامل شوې چې په لړ کې یې د سوریې ادلب کې الوتکه د برېښنا له یوې ستنې سره لګېدلې ده.

نصرت جبهه،‌ چې د القاعدې شبکې اړونده ده، ادعا لري چې د پوځ دغه بار وړونکې الوتکه دوی غورځولې ده.

د سوریې خبري اژانس د پېښې خبر خپور کړی، چې د تلفاتو کچه یې نه ده ښودلې.

سرچینې ویلي، الوتکه د شنبې پر شپه د ناوړه هوا له کبله په ادلب کې د ابو الظهور پوځي هوايي ډګر ته څېرمه د کښېناستو پرمهال لوېدلې ده.‌

د بشري‌ حقونو څارونکي وايي، په الوتکه کې تجهیزات او پوځي مهمات لېږدول کېدل.

ددغې ډلې په وینا،‌ د سوریې دولتي ځواکونه د قربانیانو د مړو راغونډولو پرمهال له نصرت جبهې سره درنه جګړه هم کړې ده.

نصرت جبهې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې الوتکه ددوی له خوا په نښه شوې ده.‌

تېره میاشت د اسلامي دولت جنګیالیو یو اردنی پیلوټ هغه مهال ونیو، چې الوتکه یې د داعش پرضد د عملیاتو پرمهال له ستونزې سره مخامخ شوه.

داعش ادعا کړې وه چې ګني الوتکه دوی وویشته، خو اردن او امریکا ویلي و چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله لوېدلې.

ورته مطالب