اروپايي اتحادیې د ترهګرۍ پرضد د پراخ ایتلاف غوښتنه وکړه

Image caption د برکسلز له سرمشریزې دمخه آغلې موګریني ویلي وو "یوازینی ګواښ هغه نه دی چې موږ ورسره په پاریس کې مخامخ یو بلکې ګواښ له اسلامي هېوادونو پیل او د نړۍ نورو هېوادونو ته هم په غځېدو دی."

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشرې د برکسلز په سرمشریزې کې د ترهګرۍ پرضد د اسلامي هېوادونو په ګډون د یوه پراخ ایتلاف غوښتنه وکړه.

فیډریکا موګریني وویل په اروپا کې دننه او بهر له اسلامي هېوادونو سره د ترهګرۍ پرضد د لا ډېرو همکاریو اړتیا ده.

د بروکسلز سرمشریزه له هغه وسله وال برید وروسته جوړه شوې چې په پاریس کې د چارلي اېبدو پر مجلې وشوه او دغه راز په بلجیم کې ترهګرۍ ضد چپاوونه واچول شول.

د ترهګرۍ پرضد د پراخ ایتلاف غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د چالي اېبدو په مجلي کې د حضرت محمد (ص) کارتون د خپرولو له امله په اسلامي نړۍ کې غوسه په ډېریدو ده.

د کارتون د خپرولو په اعتراض نن (د جنورۍ ۱۹مه) په چیچنیا کې یوه پراخه مظاهره وشوه.

د برکسلز له سرمشریزې دمخه آغلې موګریني ویلي وو "یوازینی ګواښ هغه نه دی چې موږ ورسره په پاریس کې مخامخ یو بلکې ګواښ له اسلامي هېوادونو پیل او د نړۍ نورو هېوادونو ته هم په غځېدو دی."

نوموړي وايي اروپايي هېوادونه باید د ترهګرۍ پرضد خپله همکاري لومړی له عربي هېوادونو سره او بیا په خپلو کې پیاوړې کړي.

د آغلې موګریني په وینا اروپايي هېوادونه باید له یو بل سره لا ډېر معلومات تبادله او همکاري وکړي.

د بروکسلز په سرمشریزه کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو ۲۸ وزیران او د عربي اتحادیې مشر نبیل العربي ګډون لري.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشرې وویل "موږ به له نبیل العربي سره د همکاریو د ډېرولو او ایتلاف په اړه خبرې وکړو."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلپ هامونډ هم د آغلې موګریني خبره غبرګه کړه او زیاته یې کړه "اسلامي هېوادونو تر نورو ډېر د ترهګرۍ ښکاري شوي او بیا به هم له ترهګرۍ سره په مبارزه کې په لومړۍ کرښه کې وي. موږ باید له هغوی سره له نیژدي کار وکړو چې هم دغه هېوادونه له ترهګرۍ وژغورو او هم اروپايي هېوادونه."

خو د خبرو په اجنډا کې د هغو کسانو د ستنېدو په اړه اندیښنې په سر کې دي چې له اروپايي نه د جګړې په خاطر عراق او سوریې ته تللي دي.

په دې سرمشریزه کې به په دې هکله هېڅ کومه پرېکړه ونه شي خو د فبرورۍ په ۱۲مه د ترهګرۍ په اړه د سرمشریزې لپاره به پر ډېرو غوراویو بحث وشي.

ورته مطالب