پاپ فرانسیس:‌ کاتولیکان باید د 'سوی' په څېر بچیان ونه زیږوي

د انځور حقوق .
Image caption پاپ خبریالانو ته وویل، په وروستیو کې یې یوې ښځې ته په کلیسا کې همدا خبره وکړه چې نوموړې د خپل اتم زوی زیږېدو هیله لرله.‌

پاپ فرانسیس وايي، کاتولیکان اړتیا نه لري چې د سوی په شان بچیان وزیږوي، بلکې په وینا یې د یوه مسؤول پلار په څېر چلند باید وکړي.

پاپ فرانسیس وايي، د کاتولیک مذهب پیروان اړ نه دي چې د سوی په شان بچیان وزیږوي، بلکې د یوه مسؤول پلار په څېر باید ځانونه ثابت کړي.

نوموړي دا څرګندونې له فلپین نه تر ستنېدا شېبه مخکې یوه خبري کنفرانس ته کړې دي.

د هغه څرګنده اشاره هغو بې سرپرسته ماشومانو ته وه، چې له ده سره یې وکتل او ټول ژوند یې د واټونو پر سر تېرېږي، ځکه چې کورنیو یې پرېښي او د روزلو توان یې نه لري.

دی وايي:‌ ((ځینې خلک داسې عقیده لري چې ګني موږ ښه کاتولیکان یو، د سوی په شان یو،‌ بښنه غواړم چې دا صفت درته کاروم.))

پاپ د میندوارۍ د مصنوعي بندښت د وسایلو پر کارولو هم نیوکه وکړه، خو ټینګار یې دا و چې هره کورنۍ باید ۳ ماشومان ولري، خو د اولاد د بندولو نورې لارې چارې هم شته.‌

پاپ خبریالانو ته وویل، په وروستیو کې یې یوې ښځې ته په کلیسا کې همدا خبره وکړه چې نوموړې د خپل اتم زوی زیږېدو هیله لرله.‌

پاپ وایي:‌‌ ((دغه مېرمن مسوله نه ده))، خو دده ځواب ورته دا و چې ((پر خدای باور وکړه)).

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق AFP
Image caption د تېرې یکشنبې په ورځ په مانیلا کې د پاپ د مذهبي مراسمو لپاره نژدې شپږ میلیونه خلک حاضر شوي وو.‌
د انځور حقوق BBC World Service

دی وايي یادې مېرمنې ته یې وویل‌ ((الله موږ ته داسې وسایل پیدا کړي چې خپل ځان مسؤل پرې وګڼو)).

د ویلو ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ په مانیلا کې د پاپ د مذهبي مراسمو لپاره نژدې شپږ میلیونه خلک حاضر شوي وو.‌