حوثي یاغیانو د یمن د لومړي وزیر دفتر کلابند کړی

د انځور حقوق EPA
Image caption د حوثیانو او یمني پوځ ترمنځ نښته کې ۹ کسان وژل شوي

یمني چارواکو منلې ده چې حوثي شیعه یاغیانو د لومړي وزیر دفتر کلابند کړی دیږ

د یمن د اطلاعاتو وزیرې نادیه السقاف پخپله ټویټر پاڼه لیکلي ((حوثي وسله والو دا مهال د صنعاء په تحریر میدان کې د ولسمشرۍ پخوانۍ ماڼۍ کلابنده کړې ده،‌ هلته چې د حکومت مشر خالد بحاح اوسېده.))

وړاندې د حوثیانو او د ولسمشرۍ د ځانګړي ګارد ترمنځ د ډز بندیز هوکړه شوې وه.‌

حوثیانو له یمني پوځيانو سره جګړه وکړه چې لږترلږه نهه کسان پکې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د یمن د کورنیو چارو وزیر جلال الرویشان ښکېلو غاړو (حوثیانو او حکومت) ته مشوره ورکړې ده،‌ چې د اوربند عملي کولو لپاره یوه جرګګۍ وټاکي.‌

په صنعاء کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه اوسېدونکو ویلي، اوس خال خال ډزې اورېدل کېږي.

د دوشنبې په ورځ صنعاء کې لوګي پورته کېدل.

حوثیانو په تېر سپتمبر کې د پلازمېنې صنعاء زیاتره برخې ونیولې.‌

حوثیانو له یمني ولسمشر عبد ربه منصور هادي سره هوکړه کړې وه چې د ملي یووالي د نوي حکومت تر جوړېدا وروسته به له پلازمېنې وځي.‌

د اطلاعاتو وزیرې نادیې السقاف ویلي، حوثیان له ولسمشر سره خبرو ته ناست دي، چې د ولسمشر د دفتر رییس خوشی کړي.‌

د انځور حقوق EPA

خو حوثیان لاهم د صنعاء په ډېرو برخو کې خواره واره دي، چې د ښار په لوېديځ او مرکز کې یې آن د سُنیانو ځینې کلي هم نیولي دي.

د حوثیانو او د ولسمشر عبد ربه منصور هادي ترمنځ د تېرې شنبې په ورځ وروسته تر هغه اړیکي ډېر ترینګلي شول،‌ چې حوثیانو د ولسمشرۍ د دفتر مشر احمد عوض بن مبارک وتښتاوه.‌

ورته مطالب