تل ابيب کې يوه فلسطيني ۹ اسراييليان په چاقو وهلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پوليسو يوه وياند ميکي روسېنفيلډ پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې امنيتي ځواکونه په سيمه کې د نورو ورته بريدونو د مخنيوي په موخه ګزمې کوي

اسراييلي پوليس وايي د لويدېځې غاړې هغه فلسطينی يې په ډزو ټپي کړی، چې په تل ابيب کې په يوه بس موټر کې ۹ کسان په چاقو ووهل.

پوليس وايي دغه پېښه ماريو پله ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه چې مشکوک کس په بس کې دننه او بهر په خلکو بريد وکړ.

دوی زياتوي له دغې پېښې سره د يوه ترهګر بريد په توګه چلن کوي.

د پوليسو يوه وياند وويل وروسته له هغه چې بريد کوونکی په پښه په ډزو ولګېد او ټپي شو، له سيمې يې د تېښتې هڅه کوله.

ويل کېږي په چاړه د وهل شويو دريو کسانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.

د پوليسو يوه وياند ميکي روسېنفيلډ پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې امنيتي ځواکونه په سيمه کې د نورو ورته بريدونو د مخنيوي په موخه ګزمې کوي.

د ماريو پله ته ورغلې لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.

پولیس وايي بريد کوونکی ۲۳ کاله عمر لري او د تلکرم ښارګوټي اوسېدونکی دی، چې په لويديځه غاړه کې پروت دی.

اسراييلي پوليس وايي په وروستيو مياشتو کې فلسطينيان پرته له پېچلو او پرمختللو وسلو پر ملکي او پوځي اسراييليانو بريدونه کوي.

په نومبر مياشت کې په تل ابيب کې يو اسراييلی سرتېری د چړې په يوه بريد کې ووژل شو او يوه اسراييلۍ ښځه په لويديځه غاړه کې په یوه بل ورته جلا بريد کې ووژل شوه.

د بي بي سي خبريال وايي د تاوتريخوالي وروستی څپې وروسته له هغې زياتې شوې، چې تېر اوړی په غزه کې جګړه وشوه او په بيت المقدس کې مذهبي ځايونو ته د لاسرسي پر سر ناندريو زور واخيست.

په غزه کې د اسراييلو او حماس ترمنځ جګړه کې له ۲۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول، چې فکر کېږي لويه برخه يې ملکيان وو.

په دغه نښته کې ۶۷ اسراييلي سرتېري او شپږ ملکي اسراييليان هم ووژل شول.

ورته مطالب