د ياغيانو مشر: د يمن وضعيت په حساس پړاو کې دی

د انځور حقوق AFP
Image caption يمن چې په سيمه کې د القاعدې شبکې پر وړاندې جګړه کې د امريکا له مهمو متحدينو څخه دی په وروستيو مياشتو کې په ناکراريو کې کېوتی

په يمن کې شيعه حوثي ياغيان وايي هېواد اوس په يوه حساس او مهم وضعيت کې دی. په يوه تلويزيوني وينا کې عبدالملک الحوثي ولسمشر عبد ربه منصور هادي او نور مشران تورن کړل چې ګواکې ياغيان يې داسې ښوولي چې د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټې ورته مهمې دي.

تر دې وړاندې حوثي ياغيانو په پلازمېنه صنعاء کې د ولسمشرۍ پر ماڼۍ ډزې کړې او د شاوخوا ودانیو کنټرول يې په خپل لاس کې اخيستی دی.

خو لا تر اوسه په پلازمېنه کې د ولسمشرۍ مانۍ او يو شمېر نورې ودانۍ د دوی تر ولکې لاندې نه دي راغلي.

راپورونه وايي هغه مهال چې د ولسمشرۍ پر ماڼۍ ډزې کېدې ولسمشر هادي په خپل کور کې و، خو يوه چارواکي وويل هغه خوندي دی.

د ملګرو ملتو امنيت شورا دغه بريد غندلی او د ښاغلي هادي په ملاتړ يې غږ پورته کړی دی.

د ملګرو ملتو امنيت شورا ټولو ۱۵ غړو په يوه اعلاميه کې ویلي، چې د ولسمشر منصور هادي اداره ورته قانوني حيثيت لري.

يمن چې په سيمه کې د القاعدې شبکې پر وړاندې جګړه کې د امريکا له مهمو متحدينو څخه دی په وروستيو مياشتو کې په ناکراريو کې کېوتی.

عبدالملک الحوثي وايي: ''هغه څه چې وشول دا و، چې سياسي مشرتابه په اداري فساد او په ظلم او ستم کې په ژور ډول ښکېل و، ولس له يوه ناوړه حالت او په بشپړ ډول له غرقېدو سره سره مخامخ و. وضعيت په ټولو برخو کې ورځ تر بلې خرابېده. هغه که سياسي اړخ و، که اقتصادي او يا هم امنيتي''.

ښاغلي حوثي دغه راز حکومت په يمن کې د القاعدې شبکې د پراخولو په هڅو کې هم پړ وباله:

''دوی القاعدې شبکې سره مرسته کوي، چې رېښې يې ټولو ولايتونو ته وغځېږي او ولسمشر له دې ډډه کوي چې پوځ ته د دغو کسانو پر وړاندې د جګړې کولو امر وکړي''.

حوثي ملېشې چې په خپل ولايت کې د پراخې کورواکۍ غوښتنه کوي وروسته له هغه چې په شمال کې له خپل پياوړي مرکز نه ووېستل شول په سپټمبر مياشت کې په پلازمېنه صنعاء بريد وکړ.

له ولسمشر هادي سره د يوې موافقې له مخې حوثي ياغيانو چې د ولسمشرۍ د ګارد مشر يې تښتولی و، ژمنه کړې وه هغه مهال به له پلازمېنې صنعاء وځي چې د ملي يووالي يو حکومت جوړ شي.

ورته مطالب