د څارګرو الوتکو مخکنی سمبالوونکی: ''دوی د سپي ګومان پرې کاوه، ما د ماشوم''

براینټ
Image caption ښاغلی براینټ وايي، کوم کار به چې ده ته سپارل کېده او غوښتنه به یې ترې کېده،‌ په تضاد کې به وو،‌ همدا لامل شو چې خپله دنده پرېږدي.

کله چې د امریکايي پوځ‌ د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو سمبالوونکی برانډون براینټ خپله د (ناکامۍ شېبه) ور په زړه کړي، سترګې ځمکې ته ښکته کړي.‌

نوموړي نژدې پنځه کاله د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په هغه پروګرام کې کار کړی،‌ چې افغانستان او نورو سیمو کې یې خلک په نښه کول.‌

هغه بي بي سي‌ ته ویلي:‌ ''باوري یم موږ په داسې شېبه کې و، چې ناوړه کار مو کاوه.'' د هغه اشاره په یمن کې د امریکايي وګړي انور العولقي په نښه کولو ته وه،‌ چې دده په ټکو،‌ ''دوی به ویل چې شاید دا نوی اسامه بن لادن وي.''

انور العولقي یمني الاصله امریکایی و،‌ چې یمن کې یې د القاعدې مشري کوله. نوموړی په ۲۰۱۱ کال د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

د استعفا لامل

براینټ‌ وايي، د امریکايي وګړو د ساتنې لپاره یې چې کومه لوړه کړې وه،‌ په پای کې په ۲۰۱۱ کال ددې لامل شوه، چې په هوايي ځواک کې خپله دنده پرېږدي.

براینټ‌ مني کله چې په افغانستان کې په ۲۰۰۷ کال دوی پر یوه کوچني کور برید وکړ،‌ د ده [براینټ] له سترګو هم خوب وتښتېد،‌ چې د ډېر وخت لپاره یې د بې پیلوټه الوتکې ددغه برید انځورونه په ذهن کې ورګرځېدل.‌

Image caption ښاغلي براینټ‌ ته ویل شوي چې د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ د بې پيلوټه الوتکې د سمبالوونکي په توګه یې د خپل ماموریت پرمهال د ۱۶۰۰ کسانو په وژلو کې همکاري کړې ده، خو لومړي عملیات یې په یاد نه دي

امریکايي څارګرو الوتکو دوه مشکوک کسان چې کور ته ننوتل، په نښه کړل،‌ ځکه چې د دوی د وژلو امر ورته شوی و:

''شپږ ثانیې پاتې وې چې یوه کوچني انسان منډې کړې او کور ته ننوت.‌ توغندی پر کور ولګېد او زه هلته ناست وم او دا سوچ راسره و چې اې خدایه،‌ دا څه روان دي، دا څه وو؟''

ښاغلی براینټ ‌وايي، کنټرولوونکی پیلوټ هېڅ اندېښمن نه و،‌ د بې پیلوټه الوتکې هر برید به چې کېده،‌ یوه پیلوټ او د عملیاتو یوه سمبالوونکي دنده لرله چې د کامرې لینز او لیزري وړانګې پر هدف وربرابرې کړي، چې هماغه ځای به د توغندي هدف ګرځېده.‌

ښاغلي براینټ‌ د عملیاتو د تطبیقوونکي په توګه دنده لرله، خو زړه نازړه به و،‌ چې پر یوه ولسي وګړي ولې برید وکړي، له همدې کبله یې د دغه ماموریت د کنټرول له برخې وغوښتل چې ثبت شوي انځورونه له منځه یوسي:

''دوی به ویل د ویډیوګانو پربنسټ‌ ښکاري چې دغه کوچنی موجود یو سپی دی.‌ ما به ویل چې امکان نه لري، امکان نه لري چې یو سپی دې وي.‌ فکر مې کاوه چې هغه یو ماشوم و.''

ښاغلي براینټ‌ ته ویل شوي چې د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ د بې پيلوټه الوتکې د سمبالوونکي په توګه یې د خپل ماموریت پرمهال د ۱۶۰۰ کسانو په وژلو کې همکاري کړې ده، خو لومړي عملیات یې په یاد نه دي:‌

''توغندي به د خلکو پر لور توغول کېدل،‌ موږ به د خلکو سیوري او تتې څېرې لیدلې او هغه به مو هم په نښه کولې.''

کابو څلور کاله هغه د شپې په شیفټ‌ کې کار کړی،‌ داسې مهال چې افغانستان او عراق کې به ورځ‌ وه، تر ډېره به دا ډول عملیات ترسره کېدل.‌

دی وايي ''پوهېږئ چې هغوی انسانان وو،‌ د هغوی د کړنو له کبله هغوی مخامخ په نښه کېدل،‌ ته پوهېږې چې دوی به په لارو کې ماینونه خښول بیا به کورونو ته ستنېدل او ماشومان به یې په غېږو کې نیول.''

په پای کې ښاغلی براینټ وايي، کوم کار به چې ده ته سپارل کېده او غوښتنه به یې ترې کېده،‌ په تضاد کې به وو،‌ همدا لامل شو چې خپله دنده پرېږدي.

Image caption براینټ مني کله چې په افغانستان کې په ۲۰۰۷ کال چې کله دوی پر یوه کوچني کور برید وکړ، د ده [براینټ] له سترګو هم خوب وتښتېد، چې د ډېر وخت لپاره یې د بې پیلوټه الوتکې ددغه برید انځورونه په ذهن کې ورګرځېدل.

دی وايي، نه یې شوای کولی چې د امریکايي وګړي انور العولقي د وژلو امر ونه مني‌ ''همدا وه چې پرېکړه مې وکړه کار ته شا کړم او ترې ولاړ شم.''

ورته مطالب