د هند بهار ايالت کې چاودنې ۲ کسان وژلي

د انځور حقوق Getty
Image caption په تېرو وختونو کې هم په دغه ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمير او د هېواد په ختيځو ايالتونو کې دا ډول بريدونه شوي دي

د هند په بهار ایالت کې د يوې محکمې د ودانۍ انګړ کې د بمي چاودنې په پايله کې د يوه پوليس په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

دغه پېښه د هند ختيځ بهوج پور سيمه کې شوې او د پولیسو په خبره چاودنه په کور کې د يوه جوړ شوي ماين له امله رامنځته شوې ده.

د بهوج پور د پوليسو مشر بي بي سي ته ويلي په وژل شويو کې يوه ښځه هم شته او په چاودنه کې لس کسه نور هم ټپيان دي چې لويه برخه يې ملکيان دي.

چاودنه د محکمې ودانۍ انګړ په هغه ځای کې شوې، چې بنديان له زندان نه د خپلو قضيو په اړه د خبرو کولو لپاره وروستل کېږي.

د دغې پېښې په اړه يوه وکيل بي بي سي ته په ټيليفون ويلي چې د جمعې ورځې شاوخوا يوولس نيمې بجې يې د يوې زورورې چاودنې غږ واورېد.

ده ويلي لومړی يې داسې و انګېرله چې ګواګې د محکمې ودانۍ چت پريوت، خو لږ وروسته د ودانۍ په انګړ کې ګرد پورته شو او معلومه شوه، چې چاودنه ده.

بهوج پور د هند د بهار ايالت يوه برخه ده چې د ماؤ تحريک په کې فعال دی، دغلته په ۲۰۰۹ کال کې هم يوې بمي چاودنې يو وکيل وژلی و.

دغه بريد د جنورۍ له ۲۶مې يوازې درې ورځې مخکې کېږي، چې هند په کې د جمهوريت ورځ لمانځي.

په تېرو وختونو کې هم په دغه ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمير او د هېواد په ختيځو ايالتونو کې دا ډول بريدونه شوي دي.

د دغې ورځې مرکزي مراسم په پلازمېنه ډيلي کې ترسره کېږي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم په کې ګډون کوي.

د هند په شمال ختيځو سيمو کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.

ورته مطالب