د کیوبا یاغیانو له امریکا نه د ملاتړ د دوام غوښتنه کړې

د انځور حقوق
Image caption د امریکايي پلاوي مشرې رابېرټا جیکبسن د کیوبا له حکومت سره د دوه ورځنیو خبرو اترو په اړه محتاطې څرګندونې وکړې.

د لاتینې امریکا د چارو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو لوړپوړې دیپلوماتې (رابېرټا جیکبسن)، هوانا ته د خپل سفر پر وروستي ورځ، د کیوبا له ځینو مهمو یاغیانو سره لیدلي دي.

یاغیانو اغلې جیکبسن ته ویلي چې امریکا باید د کیوبا د کمونیست حکومت پر ضد د دوی د جګړې ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړې په یوه خبري کنفرانس کې ژمنه وکړه چې واشنګټن به د بشري حقونو په اړه بیا هم خپل غږ پورته کړي.

د امریکايي پلاوي مشرې رابېرټا جیکبسن د کیوبا له حکومت سره د دوه ورځنیو خبرو اترو په اړه محتاطې څرګندونې وکړې.

نوموړې دا خبرې اترې دوستانه او په دوه اړخیز درناوي ولاړې وبللې. د دې په وینا دواړه خواوې د ورسپارل شوې دندې پر اهمیت پوهېدې.

په ځانګړي ډول دواړو لوریو د بشري حقونو د خوندیتابه په اړه له یوه بل مخالف نظرونه وړاندې کړل.

امریکايي چارواکي وايي، د بیان د ازادۍ د محدودولو له کبله یې د کیوبا پر حکومت نیوکې کړې، خو کیوبايي چارواکو بیا دا نیوکې رد کړې دي.

دوی پر امریکایانو باندې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو پر مخینې نیوکې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یادې شوې مرستیالې وویل، امریکا به لا هم په کیوبا کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه هم په علني توګه او هم مخامخ له کیوبايي حکومت سره خپلې اندېښنې شریکې کړي.

مېرمن جیکبسن له کیوبايي چارواکو سره تر سره شوې خبرې په ټوله کې ښې ارزولې دي.

دې دا یو ښه ګام بللی خو ټینګار یې کړی، چې په ډېپلوماسۍ کې د کلونو کلونو تجربې دا ور ښوولې چې د دا ډول اوږدمهالو لانجو حل یوازې په یو ځلي خبرو شونی نه دی.

نوموړې ویلي، دا به یو داسې بهیر وي، چې اوږده وخت ته به اړتیا ولري. مېرمن جیکبسن او نور امریکايي ډېپلوماتان هیله من دي چې له دې لومړۍ لیدنې وروسته له کیوبا سره د دوی خبرې اترې په سم لوري روانې دي.

ورته مطالب