"لایبریا کې د اېبولا ناروغي د له منځه تلو په حال کې ده"

د انځور حقوق Reuters
Image caption یوازې څو میاشتې وړاندې اېبولا یوه داسې ناروغي وه چې مخنیوی یې ډېر ستونزمن برېښېده.

د لوېدیځې افریقا هېواد لایبریا چې یو مهال په کې د اېبولا ویروس په پراخه توګه خپور شوی و، ویلي، چې اوسمهال د دغې ناروغۍ یوازې پنځه تاید شوې قضیې لري.

د دغه هېواد د روغتیا مرستیال وزیر (ټولبرټ نینسوا) ویلي، دا په دې معنا ده چې لایبریا د دغه ویروس له منځه وړلو ته نږدې شوې ده.

دا ښيي چې په لایبریا، ګیني او سیرالیون هېوادونو کې چې د دغه ویروس له کبله په کې نږدې نهه زره کسان وژل شوي، د نړیوالو مرستندویانو هڅو مثبته نتیجه ورکړې ده.

یوازې څو میاشتې وړاندې اېبولا یوه داسې ناروغي وه چې مخنیوی یې ډېر ستونزمن برېښېده.

د لایبریا روغتونونه له ناروغانو ډک وو او د دې ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو ډېر مړي به په لارو کوڅو کې پراته وو او له دې وېرې به څوک نژدې نه ورتلل، چې پخپله په اېبولا اخته نه شي.

اوس لایبېریا او سېرالیون دواړه وايي، چې د دې خونړۍ ناروغۍ پر وړاندې بري ته ور نژدې شوي دي.

له بله پلوه په ګیني کې هم پر ایبولا باندې د اخته ناروغانو رسمي شمېر شلو تنو ته راښکته شوی دی.

د انځور حقوق AP
Image caption خو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې پر دغې ستونزې ور ټول پام باید له منځه ولاړ نه شي.

د دې بریا لوی لامل پراخې نړیوالې مرستې وې، چې د ناروغانو د قرنطینولو او عامه پوهاوي په مرسته یې دا ناروغي راکابو کړه.

خو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې پر دغې ستونزې ور ټول پام باید له منځه ولاړ نه شي.

دغه سازمان وايي اېبولا ښايي په داسې سیمو کې لا هم انساني ژوند ته ګواښ جوړ کړي چې روغتیايي کارکوونکي ترې تر اوسه ګرد سره خبر نه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي له همدې کبله باید دې مسلې ته ډېر پام وشي او په وینا یې د ناروغۍ رامنځته کړی وضعیت لا هم خطرناک دی.

ورته مطالب