پاچا عبدالله خاورو ته وسپارل شو

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سعودي عربستان نوي پاچا سلمان بن عبدالعزیز واک ته له رسېدا وروسته پخپله لومړنۍ وینا کې ژمنه وکړه چې د پاچا عبدالله سیاست به مخته وړي.‌

د سعودي عربستان د مخکیني پاچا عبدالله جنازه د امام ترکي بن عبدالله په جومات کې د مازیګر تر لمانځه وروسته وشوه او خاورو ته وسپارل شو.‌ د نوموړي جنازې ته د نړۍ یوشمېر مشران ورغلي وو.‌

د نوموړي جنازې ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف، د سودان او ایتیوپیا ولسمشران او ځینې نور مشران ورغلي وو.‌

د سعودي عربستان نوي پاچا سلمان بن عبدالعزیز واک ته له رسېدا وروسته پخپله لومړنۍ وینا کې ژمنه وکړه چې د پاچا عبدالله سیاست به مخته وړي.‌

پاچا سلمان د سعودي پر تلوېزیون په وینا کې وویل: ((پر خپله پخوانۍ تګلاره به ټینګ پاتې شو،‌ هغه تګلاره چې دغه هېواد له جوړېدو راهیسې پرې روان دی،‌ هېڅکله به ترې کاږه نه شو.))

پاچا سلیمان د هغو شپږو حکومتي مراسمو جوړولو امر هم کړی،‌ چې پربنسټ یې شهزاده محمد بن نایف ولیعهد او خپل بل زوی شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز ددفاع وزیران ټاکلي دي.

نوموړي شهزاده محمد بن سلمان د خالد التویجري پرځای د شاهي دیوان مشر هم ټاکلی دی.

شهزاده محمد بن نایف هغه لومړنی ولیعهد دی،‌ چې د ده په ګومارلو سره د پاچا عبدالعزیز له کورنۍ نه د ولیعهد څوکۍ بل چا ته لېږدول کېږي.

پاچا سلمان د بهرنیو چارو او پیټرولو او مالیې وزیرانو په ګډون،‌ ټول پخواني وزیران پر خپلو دندو پرېښودل.

د تېرې جمعې په ورځ د پاچا عبدالله بن عبدالعزیز له مړینې وروسته سلمان بن عبدالعزیز د سعودي پاچا اعلان شو.

پاچا سلمان ۷۹ کلن دی، چې مخکې د ۴۸ کلونو لپاره د ریاض امیر پاتې شوي، خو بیا وروسته په ۲۰۱۱ کال د دفاع وزیر او بیا په ۲۰۱۲ کال ولیعهد وټاکل شو.‌

پاچا سلمان د پخواني پاچا عبدالعزیز د حصة‌السدیري په نامه د ښځې اووم زوی و.‌

د سلمان د واکمنۍ پرمهال ریاض ښار له یوه بېدیايي حالت نه پر یوه عصري نړیوال او داسې ښار واوښت،‌ چې اسمان څکې ودانۍ، معتبر پوهنتونونه او هوټلونه پکې جوړ شول.

د اوسني پاچا سلمان له اولادونو څخه یو د نفتو وزیر عبدالعزیز او د مدینې منورې شهزاده فیصل او د سیاحت مشر شهزاده سلطان دي.

د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال فرانک ګارډنر واييو پاچا سلمان د خپل سلف په څېر په سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو کې مشهور نه دی، بلکې غالباً به یې لومړیتوب د هېواد د ټیکاو ساتل وي.

غبرګونونه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پاچا عبدالله د مړینې له کبله خواشیني ښودلې ده او د سعودي ولس ته یې خپله غمشریکي اعلان کړې ده.‌ نوموړي پاچا عبدالله د امریکا یو مهم ملګری بللی دی.

اوباما په یوه رسمي خبرپاڼه کې پاچا عبدالله یو داسې مشر بللی چې ((تل به صریح او پخپله وینا او قناعت کې زړور و.‌))

په وینا پاڼه کې راغلي: ((نوموړي تل هڅه کوله چې د امریکا او سعودي عربستان اړیکي ټینګ وساتي او په منځني ختيځ او شاواخوا سیمه کې ټیکاو او امنیت وي.))

د عراقي ولسمشر فؤاد معصوم له خوا هم سعودي عربستان ته د پاچا عبدالله د جنازې مراسمو کې د ګډون کولو لپاره یو پلاوی استولی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاچا سلمان د پاچا عبدالله پرځای د سعودي پاچا اعلان شو

په انقره کې د ولسمشرۍ دفتر هم ویلي، چې ولسمشر رجب طیب اردوغان سومالیا ته خپل ټاکل شوی سفر ځنډولی او سعودي عربستان ته د پاچا عبدالله د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته خوځېدلی دی.‌

ایران هم له سعودي حکومت او ولس سره خپله غمشریکي ښودلې ده.‌ د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي، د پاچا عبدالله د جنازې مراسمو کې به ګډون کوي.

د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون ویلي،‌ د سعودي پاچا عبدالله بن عبدالعزیز د مړینې په خبر سره ډېر خواشینی شوی دی.

د اسرائیلي دولت یوه چارواکي روفین ریفلین هم ویلي:‌‌ ((د پاچا عبدالله په مړینې خپه یم،‌ نوموړی د یوه مسؤول،‌ حکیم او د ټینګ ایمان لرونکی مشر او یوه نمونه وه.))

ورته مطالب