که ګاونډی مو وږی وي څه به وکړئ؟

د انځور حقوق Reuters

د عابد د مور، د خیمې په منځ کې بخارۍ، له کوڅو راټول شوي کثافات سوځوي.

په هوا کې تُند لوګی ګرځي را ګرځي چې ستونی او سترګې دې سېزي.

له دغو زهرجنو لوګیو ، د دې لور مریم ته ساه لنډي پیدا شوې ده.

اُم عابد په دې پوهېده، خو دا یوازنی کار ؤ چې دې کولای شوای چې د باندې، له صفر نه هم له ښکته درجې سړې هوا نه خپله لور وژغوري.

د لبنان د البقاع درې، په دغه موقت پنډغالي کې، او دې ته په ورته، د هېواد په زرګونو نورو پنډغالو کې، د سوریې ګډوال له همدغه ډول له مصیبته ډک ژوند لري.

دغه پناځایونه په ډېر بدحال وو.

له ترپالونو، نریو تختو او د کچالو له بوجیو جوړ ؤ.

د هغو توپانونو لپاره چې په تېرو دوو لسیزو کې په سیمه کې بې ساري دي، د ټینګېدو نه دي.

ځینې ودانۍ په تُندو بادونو کې ونړېدې.

د ځینو نورو له څنګونو څخه کنګلیزو اوبو لاره وکړه، دوشکې او کمبلې یې په اوبو لندې خشتې کړې.

اُم عابد، لوښي ږدي چې له چت څخه، له راڅڅېدونکو اوبه په کې ټولې شي.

د مرستندویه ادارو هڅو همدومره وکړل چې سږژمی لږ خلک مړه شول. خو د واورې له دوام سره، د ناروغانو شمېر ډېرېږي.

د اُم عابد کور ته نژدې، میندې په کتارونو کې له خپلو ناروغو ماشومانو سره له هغې خیمې دباندې ولاړې دي چې، د یوې لبنانۍ خیریه موسسې ډاکټر مِلهِم حارموش په کې ګذاره یې کلینیک جوړ کړی دی.

میندو خپل اولادونه سینې ته نژدې نیولي ول چې د یخې هوا له څپو يې خوندي وساتي.

یوه پلار خپله لور چې تر پنځو کلونو ډېره نه وه، کراروله.

د انځور حقوق AP

یو څو کسانو داسې مناسب کالي درلودل چې له سړې هوا پرې خوندي وو.

ډېرو هغه کالي اغوستي وو چې په کې له سوریې راغلي وو.

هغه ښځې چې په اوړي کې راتښتېدلې وې په نویو کالیو او چپړو کې رېږدېدې.

ځینو ماشومانو یوازې جُرابي په پښو وې.

نور لوڅې پښې په خټو کې کاواکه کاواکه روان وو.

ډاکټر حارموش ګړندی کار کاوه.

د فشار او اورېدو آله به یې ژر وکاروله او د ناروغ خوله به یې وکلته، او پر تندي به یې لاس کېښود چې تبه یې معلومه کړي.

هغه زکام، ټانسلونه، برنشتیس او نومونیا تشخیصول.

هغه توپان چې لبنانیان يې «زینا» بولي، د هغو سوریانانو پر اوږو یو نوی پېټی دی چې خپل هيواد یې په، ښايي نه ختمېدونکي جګړې کې ښکېل پاتې دی.

که څه هم د هغو خلکو شمېر چې له کړکېچه په تېښته دي، مخ په ډېرېدو دی، د مرستو کچه په لویه پیمانه کمه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د وړیا خوراک پاڼې هم د سړي پر سر په اونۍ کې یو په دریو کې نولسو ډالرو ته را کم شوی.

نو اُم عابد تر دې وروسته د څښاک اوبه رانیولي نه شي، د کوډلې له بام څخه سطلونه راځوړند دي چې د باران اوبه ایسارې کړي.

د سبا بیګا د چلولو لپاره باید ټوله کورنۍ کار وکړي.

اُم عابد او مېړه یې ښه دنده نه شي موندلی.

د اوږدو ساعتونو لپاره ماشومان ګردچاپېره ځمکو ته استول کېږي چې مزدوري وکړي.

که بېخې ډېرې وګټي د ورځې څلور ډالره به وي.

د جګړې په پیل کې، ډېرو لبناني ټولنو د سوريي د کډوالو هرکلی کاوه.

ځینو خو آن په خپلو کورونو کې وړیا کوټې ورکولې.

د انځور حقوق .

خو داچې د کډوالو د راتګ لړۍ دوام کوي او کرکېچ پنځم کال ته ور دننه کېږي، هغه مېلمه پالنه په غوسې بدلېږي.

د کډوالو په وړاندې بریدونه، ورځ په ورځ مخ په ډېرېدو دي.

د البقاع په درې کې او د لبنان په نورو سیمو کې، سیمه ییزو خلکو د کډوالو خیمې په اور وسېځلې.

ټوپکوالو د کډوالو په استوګنځایونو ډزې وکړې او ړندې مرمۍ له ټوټه پوښو خیمو څخه پورې اورې ووتلې.

په ځینو سیمو کې پر سوريیانو ګرځبندیز ولګېد.

هیڅ څوک له تیارې وروسته وتلی نه شي.

په ماشه سپره ګزمه په کوڅو کې ګرځي راګرځي.

د لبنان د شمال په یوه کلي کې، یوه شیعه مذهبي مشر ۱۲۰۰ کډوالو اوسېدونکو ته وویل چې په څو ورځو کې دې له سیمې څخه ووځي.

د لبنان ټولنه، د هغو مذهبي او سیاسي جلاوالو هنداره ګرځي چې به سوریې په جګړې کې خورا زهرې شوې ده، او دا وېره شته چې دغه شخړه لبنان ته راخوره شي.

خو په پاي کې، هرڅه پر پیسو څرخي.

په داسې یوه کوچني هېواد کې چې په هرو دریو کسانو کې یو سوریايی دی، د نفوس ګړندۍ ودې پر اقتصاد ستر بوج تحمیل کړی دی.

کرایه او د وزګارۍ کچه لوړه شوې او معاشونه ټیټ شوي دي.

د هېواد په شمال کې د میشا په کوچني ښارګوټي کې، د سوریې د شخړې له پیله، له دریو يوې برخې سیمه ییزو لبنانیانو خپلې دندې له لاس ورکړي دي.

اوس ځینې سیمه ییز خلک تر هغو کډوالو چې دوی خپل کړي، بې وزلي دي.

په میشا کې، د اونۍ په منځ کې یو ماسپښین د خوراکي توکو په هټۍ کې د لبناني مُشتریانو ګڼه ګُڼه ډېره وه خو لږو کسانو کولای شوای چې څه رانیسي.

ددې پر ځای چې د خپلې سودا لپاره نقدې پیسې ورکړي، ډېری خلک يې په پور اخلي.

دوکاندار عامر، په يوې کتابچې کې د هغوی نومونه، د پیسو اندازه او د پوراخستو نېټه لیکي.

دا د ده په دخل کې دریمه داسې کتابچه وه او دا هم مخ په ډکېدو وه.

سوریايي پېرودونکو د خوراکي توکو په بدل کې د ملګرو ملتونو وړیا خوراک پاڼې ورکولې، خو لبنانیان د دغې مرستې مُستحق نه ول.

سید عامر وویل « دا د بشري احساساتو مساله ده. که یوکس چې تاسې ته نژدې ژوند کوي، لکه ستاسې ګاونډی، او درڅخه ډوډۍ غواړي چې خپل اولادونه پرې ماړه کړي، خو نه شي کولای چې پیسې یې درکړي، څرنګه کولای شي چې رد یې کړې؟»

خپلې اوږدې یې پورته واچولې او ویې ویل « کله چې وکړی شي پیسې به مې بېرته راکړي، خو دا ناشونی برېښي».