نړیوال مشران پاچا عبدالله ته د درناوي مراتب وړاندې کوي

Image caption ملک عبدالله چې د ۹۰ کالو په عمر د سږو د ناورغۍ له امله ومړ د جمعې په ورځ له لمانځه وروسته په ریاض کې خاورو ته وسپارل شو.

د نړۍ مشران سعودي عربستان ته ځانونه رسوي چې فقید پاچا ملک عبدالله ته خپل د درناوي مراتب وړاندې کړي.

په دې لړ کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني احمدزی هم د یوه هیات په مشرۍ سعودي عربستان ته لاړ چې ملک عبدالله ته خپل د درناوي مراتب وړاندې کړي.

په نورو نړیوالو مشرانو کې د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کمرون او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم شامل دي.

د امریکايي هیات مشري مرستیال ولسمشر جو بایډن کوي.

ښاغلی کمرون، ښاغلی اولاند، ښاغلی بایډن او د نړۍ نور مشران به نن په ریاض کې په یو لړ رسمي مراسمو کې ګډون وکړي.

دې مراسمو کې د ګډون لپاره له ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم ورغلی دی.

ملک عبدالله چې د ۹۰ کالو په عمر د سږو د ناورغۍ له امله ومړ د جمعې په ورځ له لمانځه وروسته په ریاض کې خاورو ته وسپارل شو.

د جنازې مراسمو ته يې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان، د پاکستان لومړی وزير نواز شريف، د سودان، ايتوپيا، بحرین او قطر مشران هم ورغلي وو.

Image caption د سعودي نوي پاچا سلمان بن عبد العزیز د خپل ميرني ورور له مړينې وروسته، واک ته له رسېدو سره سم، په خپل هېواد کې د تګلارو د دوام ژمنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما پاچا عبدالله ته خپل درناوی وړاندې کړ او هغه یې یو ریښتنی مشر وباله.

دغه راز د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د پاچا عبدالله چارې چې د بېلا بېلو مذهبونو د پیروانو ترمنځ یې د خبرو لپاره ترسره کړې وي وستایلې.

په همدې حال کې د سعودي نوي پاچا سلمان بن عبد العزیز د خپل ميرني ورور له مړينې وروسته، واک ته له رسېدو سره سم، په خپل هېواد کې د تګلارو د دوام ژمنه کړې ده.

نوي پاچا سلمان بن عبدالعزیز وویل، د هېواد انرژۍ او بهرني سیاست تګلارې به تعقیب کړي.

نوي پاچا د وارثانو او وزیرانو په ټاکنه کې بيړه کړې، چې يو په کې د واکمنې کورنۍ له درېيم نسله دی.

ده په يوه وینا کې چې په دولتي تلويزيون خپره شوه، وويل "موږ به پر هغو سمو تګلارو درېږو چې سعودي له خپل پيله غوره کړې دي."

ورته مطالب