د مصر مظاهرو کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي

د انځور حقوق epa
Image caption نښتې د شنبې پر ورځ په قاهره کې د لاریون پر مهال د یوې فعالې له مړینې وروسته پیل شوې.

چارواکو ویلي د قاهرې په ختیځ کې د پولیسو او مظاهره کونکو تر منځ په نښتو کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.

د روغتیايي څانګې چارواکو ویلي چې په وژل شویو کې یو پولیس شامل دی او لسګونه مظاهره کونکي ټپیان شوي هم دي.

نښتې د شنبې پر ورځ په قاهره کې د لاریون پر مهال د یوې فعالې له مړینې وروسته پیل شوې.

مظاهرې د مصر د ۲۰۱۱ کال د پاڅون، چې د هغه مهال مشر حسنې مبارک یې له واکه پرځولی و، د څلورمې کلیزې د لمانځلو لپاره په لاره اچول شوې وې.

له کلیزې وړاندې په مهمو ښارونو کې امنیت ټینګ کړای شوی و او په قاهره کې هم د حساسو ځایونو لارې تړل شوې وې.

تېر کال هم په ورته مظاهرو کې لسګونه کسان وژل شوي وو.

د شنبې پر ورځ د قاهرې په مرکز کې د مصر ټولنیز دېموکرات له خوا د سمبال شوي لاریون پر مهال د شیما الصباغ په نامه یوه فعاله په ډزو ووژل شوه.

دغه ګوند د فعالې د مړینې پړه پر پولیسو اچولې.

تر دې وړاندې د مصر امنیتي او طبي سرچینې ویلي وو، یوه لاریون کوونکې شیماء الصباغ په قاهره کې د شنبې په ورځ د مخکیني ولسمشر حسنې مبارک د پاڅون د څلورمې کلیزې د لاریون پرمهال په ډزو وژل شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې ویلي وو شیماء الصباغ د مصر د ملي ایتلاف ګوند غړې وه،‌ چې له نژدې نه د تحریر میدان په نژدې واټن کې په مرمۍ لګېدلې ده.‌

د مصر د روغتیا وزارت ویاند بي بي سي ته د آغلې الصباغ د وژل کېدو خبر تایید کړی دی،‌ چې وايي مړی یې لاهم روغتون کې دی.‌

حسام عبدالغفار وايي، وزارت ته تر اوسه داسې جزییات نه دي ورکړل شوي چې په پېښه کې نورې ډزې هم شوې او که نه.‌

الصباغ په اسکندریه ښار کې د کیڼ اړخي ګوند یوه فعاله غړې وه.

د مصر ټولنیز دېموکرات ګوند د الصباغ پر مړینې غمشریکي ښودلې ده،‌ او د هغې د قتل د عاملینو د نیولو او سزا ورکولو غوښتنه یې کړې ده.‌

دوی دا کړنه یو لوی جرم ګڼلی چې په وینا یې یوه سوله ییزه لاریون کوونکې یې قرباني شوه.

د مصر د اساسي قانون څارونکي ګوند دا کړنه د اساسي قانون خلاف او د کورني سیاست مخالف عمل بللی دی.‌

الصباغ د پوځي شورا او د مخکیني ولسمشر محمد مرسي د نظام مخالفه وه،‌ چې په واک کې یې د پوځ د مشرتابه پرضد اعتراضونه کول.‌

ورته مطالب