اوباما په درې ورځني سفر هند ته رسېدلی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption نریندرا مودي پخپله د اوباما هرکلي لپاره هوايي ډګر ته تللی و

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نوي ډیلي ته رسېدلی، چې له هغه ځایه به د پاچا عبدالله د مړینې له کبله د سعودي عربستان ریاض ښار ته ولاړ شي او له سعودي چارواکو سره به خپله غمشریکي وښيي.

د هند حکومت په نوي ډیلي کې د اوباما د سفر پرمهال زرګونه پوځيان ځای پرځای کړي، شاوخوا ۱۵ زره کامرې او نور امنیتي موانع یې هم ځای پرځای کړي دي.

ولسمشر اوباما به د دوشنبې په ورځ د هند د جمهوریت په رسمي مراسمو کې مېلمه وي.‌

د یکشنبې ورځې په ناوخته به اوباما له هندي مشر نریندرا مودي او ځینو نورو هندي لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.

مودي چې د هندوانو سخت دریځي بهاراتیا جاناتا ګوند دی، ملي دود مات کړ او پخپله د ولسمشر بارک اوباما د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغلی و.‌

د انځور حقوق BBC World Service

امریکایی ولسمشر بارک اوباما به له له هندي مشر سره په کلنۍ رادیويي وینا کې هم ګډون وکړي، چې دا وینا به هغه میلیونونه هندي وګړي واوري،‌ چې تلویزیونونو ته لاسرسی نه لري.

دا لومړی ځل دی چې امریکايي ولسمشر د خپلې واکمنۍ په دوره کې دوه ځلې هند ته سفر کوي.

څارونکي وايي، هند ته د بارک اوباما د دوو سفرونو هدف د هند او امریکا ترمنځ د نژدې اړیکو نښه ده.

د انځور حقوق BBC World Service

له تېرو څو ورځو راهیسې په هند کې د (جمهوریت ورځې) په پلمه امنیتي تدابیر نیول کېدل.‌

د لویو هوټلونو او د ولسمشر اوباما د اوسېدو د ځای ځانګړی امنیت نیول شوی.‌

هندي پولیسو په نوي ډیلي کې کابو هر کور ته ورځي چې ځان ډاډمن کړي، ناشنا څوک خو پکې نه اوسېږي.

وړاندې پتېیل شوې وه، چې ولسمشر اوباما به په اګره کې تاج محل ته هم ورشي، خو د سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان ریاض ته روان دی.

د انځور حقوق BBC World Service