د تاریخ په اوږدو کې د سعودي عربستان مهمې پېښې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هرکال په میلیونونو مسلمانان د حج فریضې ادا کولو لپاره مکې ته ځي. غیر مسلمانو ته اجازه نشته چې مکې ته ننوځي

۱۸۷۱- عثمانیانو د احساء ولایت ونیوه

۱۸۹۱ ـ د آل سعود کورنۍ د رشیدي کورنۍ له خوا کویت ته وشړل شوه.

۱۹۰۲-ـ‌ عبدالعزیز بن عبدالرحمن بن فیصل بن ترکي بن عبدالله بن محمد آل سعود (ابن سعود) ریاض ونیوه او د آل سعود کونۍ یې بېرته سعودي عربستان ته راوسته.

۱۹۱۲ـ د اخوان ډله د وهابیت پربنسټ جوړه شوه، ژر یې وده وکړه او د عبدالعزیز لپاره يې ملاتړ برابر کړ.

۱۹۱۳ـ عبدالعزیز د احساء ولایت له عثمانیانو څخه بېرته ونیوه.

۱۹۲۱-ـ عبدالعزیز د نجد د پاچا لقب ترلاسه کړ.

۱۹۲۴ـ-۲۵-ـ د حجاز پاچاهي، چې د مسلمانانو ترټولو سپېڅلي ښارونه مکه او مدینه پکې دي، ونیول شوه.

د اخوان ستونزې

۱۹۲۶-ـ د مکې په ستر جومات کې عبدالعزیز د حجاز پاچا اعلان شو.

۱۸۲۸ـ-۳۰-ـ د سیمې د عصري کېدلو او د زیاتېدونکي شمېرغیر مسلمانو د شته والي له امله د اخوان ډله له عبدالعزیز سره مخالفه شوه. عبدالعزیز د اخوان ډلې ته ماتې ورکړه.

۱۹۳۲ ـ‌ سپتمبر: د عبدالعزیز تر کنټرول لاندې سیمې د سعودي عربستان د پاچاهۍ په نامه یوموټی شوې او عبدالعزیز د هغې پاچا اعلان شو.

۱۹۳۳ـ- د پاچا عبدالعزیز مشر زوی سعود، ولیعهد شهزاده ونومول شو.

۱۹۳۸-ـ تېل وموندل شول او دامریکا د آرامکو شرکت (Arabian American Oil Company) له خوا یې تولید پیل شو.

۱۹۵۳ـ نومبر: پاچا عبدالعزیز ومړ او ولیعهد شهزاده سعود یې پر ځای کېناست.

پاچا سعود لیرې کړل شو

۱۹۶۰ ـ عربستان د اوپیک (د تیلو صادرونکو هېوادونو سازمان) بنسټ اېښودونکی غړی.

۱۹۶۴ ـ‌ نومبر: پاچا سعود د هغه د ورور فیصل له خوا لیرې کړل شو.

۱۹۷۰-ـ د اسلامي کنفرانس سازمان (OIC) د جدې په ښار کې د لومړي ځل لپاره جوړ شو.

۱۹۷۲-ـ سعودي عربستان د تېلو د آرامکو آمریکايي شرکت ۲۰٪ ونډه په لاس کې ونیوله او د سعودي عربستان پر تیلو یې د امریکا کنټرول لږ کړ.

۱۹۷۳ـ -سعودي عربستان د هغو لویدیځو هیوادو پرخلاف چې د سوريې او مصر پرضد يې په اکتوبر کې د جګړې ملاتړ کړی و د تیلو تحریم اعلان کړ چې له امله يې د تیلو بیې څلور برابره لوړې شوې.

پاچا فیصل ووژل شو

۱۹۷۵‌ـ مارچ- پاچا فیصل د هغه د وراره له خوا ووژل شو او ورور يې خالد پاچا شو.

۱۹۷۹-ـ کله چې مصر له اسراییلو سره سوله وکړه،‌ سعودي عربستان له مصر سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.

۱۹۷۹ـ افراطیونو د مکې ستر جومات ونیوه، حکومت له ۱۰ ورځو وروسته کنترول ترلاسه کړ او نیول شوي کسان اعدام شول.

۱۹۸۰-ـ سعودي عربستان له امریکا څخه د آرامکو شرکت بشپړ کنټرول په خپل لاس کې واخیست.

۱۹۸۱ ـ‌ مې: سعودي عربستان د خلیج د همکارۍ شورا (GCC) بنسټ ایښودونکی غړی شو.

پاچا خالد ومړ

۱۹۸۲ ـ‌ جون- پاچا خالد د زړه د ناروغۍ له امله مړ شو او پرځای يې د هغه ورور ولیعهد شهزاده فهد پاچا شو.

۱۹۸۶ ـ‌ نومبر: پاچا فهد د ’’خادم الحرمین الشریفین’’ لقب له خپل نامه سره زیات کړ.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سعودي زیاتره سوېلي سیمې ریګ دي

۱۹۸۷-ـ سعودي عربستان مصر سره خپل دیپلوماتیک اړیکي بیا پیل کړل، چې په ۱۹۷۹ کې يې پرې کړي و.

۱۹۹۰ـ سعودي عربستان پر کویت باندې د عراق تیری وغانده او د امریکا د متحدو ایالتونو څخه يې د مداخلې غوښتنه وکړه، بهرنیو عسکرو ته اجازه ورکړل شوه، د کویت حکومت او د هغوی ډیرو اتباعو ته په سعودي عربستان کې د اوسیدو اجازه ورکړل شوه خو د یمن او اردن اوسیدونکي وشړل شول ځکه چې حکومتونو يې د عراق ملاتړ کړی و.

سعودي پر عراق برید وکړ

۱۹۹۱ـ سعودي عربستان د عراق پرضد هوايي بریدونو کې برخه واخیسته او د کویت د آزادولو لپاره يې خپل ځمکني ځواکونه هم ولېږل.

۱۹۹۲ـ مارچ: پاچا فهد ’’د حکومت بنسټیز نظام’’ اعلان کړ چې پکې د پاچا پر وجایبو او مسولیتونو ټینګار شوی. هغه د یوې مشورتي شورا (مجلس الشورا) د جوړولو وړاندیز وکړ.

۱۹۹۳ـ سپتمبر:-پاچا فهد پر ۱۳ اداري واحدونو باندې د سعودي عربستان د وېشلو فرمان ورکړ.

۱۹۹۳ ـ‌ دسمبر: مشورتي شورا پکار پیل وکړ. دا شورا یو رییس او۶۰ غړي لري چې د پاچا له خوا ټاکل شوي.

۱۹۹۴ ـ‌ له مخالف شخصیت، اسامه بن لادن، څخه د سعودي تابعیت واخیستل شو.

پاچا فهد ناروغه شو

۱۹۹۵ ـ نومبر:- پاچا فهد د زړه ناروغۍ پیدا کړه. ولیعد شهزاده عبدالله د هیواد د ادارې ورځنۍ چارې پر غاړه واخیستې.

۱۹۹۶ـ فبروري: پاچا فهد بیا د دولتي چارو کنټرول په لاس کې واخیست.

۱۹۹۶ ـ جون:-ظهران ته نژدې د امریکا په پوځي اډې کې یو بم وچاوده چې ۱۹ تنه يې ووژل او له ۳۰۰ نه زیات يې ټپیان کړل.

۱۹۹۷ ـ جولای:- پاچا فهد د مشورتي شورا غړي له ۶۰ نه ۹۰ ته زیات کړل.

۱۹۹۹ـ اکتوبر:- د لومړي ځل لپاره ۲۰ تنو سعودي ښځو د مشورتي شورا په غونډې کې ګډون وکړ.

۲۰۰۱ـ مارچ:- په ریاض کې د یولړ چاودنو وروسته چې پکې یو بریتانوی او یو امریکايی تبعه ووژل شول، یو شمیر بریتانوي کارکونکي ونیول شول.

له امریکا متحدو ایالتونو سره اړیکي

۲۰۰۱ ،۱۱سپتمبر:- د هغو ۱۹ تنو الوتک تښتونکو له جملې څخه چې پر نیویارک او واشنګټن باندې بریدونو کې يې لاس درلود ۱۵ تنه يې سعودي اتباع دي.

۲۰۰۱ـ دسمبر:-پاچا فهد د تروریزم د له منځه وړلو غږ وکړ او ویې ویل چې اسلام کې ممنوع دی. حکومت د یو بیساري ګام په ترڅ کې ښځو لپاره د هویت کارتونه جوړ کړل.

۲۰۰۲ـ فبروري:- د۲۰۰۱ په مارچ کې په ریاض کې د بم چاودنې وروسته یو بریتانوی شخص نیول شوی و، هغه ادعا کړې وه چې سعودي چارواکو د شکنجې په زور اعتراف ته مجبوره کړی و. دا سړی، رون جونز، د خپلو اعترافاتو له بېرته اخیستو نه وروسته خوشی شو.

۲۰۰۲ ـ مې:- جنایي قانون اصلاح شو او شکنجه بنده شوه، شکمنو تورنو ته د حقوقي استازي درلودلوحق ورکړل شو، خو د بشري حقونو مبارزین وايي سرغړونې دوام لري.

۲۰۰۲ ـ‌ نومبر:- د سعودي د بهرنیوچارو وزیر وویل هیواد به يې د امریکا متحدوایالتونو ته اجازه ورنکړي چې د خپلو تاسیساتو څخه پرعراق باندې برید لپاره کار واخلي، حتی که ملګرو ملتونو سازمان هم دغه برید تایید کړی وي.

۲۰۰۳ ـ‌ اپریل:- د امریکا متحدو ایالتونو وویل د سعودي عربستان څخه به تقریباً خپل ټول عسکر وباسي، او خپل هغه پوځي حضور به پای ته ورسوي چې د ۱۹۹۱ کال د خلیج جګړې راهیسې یې درلوده. خو دواړو هیوادو ټینګار وکړ چې د متحدینو په توګه به پاتې وي.

۲۰۰۳ـ مې:- ریاض ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، کالین پاول، د رسیدو نه څو ساعته وروسته، د لویدیځ والو د استوګنې په یوه سیمه کې ځان وژونکو بمي بریدونو کې ۳۵ کسان ووژل شول.

د نارضایتۍ نښې

۲۰۰۳ ـ‌ سپتمبر:- د ښځو او نارینه وو په ګډون د ۳۰۰ نه زیاتو سعودي روڼ آندو د سیاسي اصلاحاتو لپاره یو غوښتنلیک لاسلیک کړ.

۲۰۰۳ـ اکتوبر:-پولیسو د ریاض په مرکز کې یوه بیسارې غونډه ماته کړه، چې د سیاسي اصلاحاتو غوښتنه يې کوله. د ۲۷۰ نه زیات کسان ونیول شول.

۲۰۰۳ ـ نومبر: په ریاض کې د استوګنې په یوه سیمه کې د مشکوکو القاعده اورپکو په ځانوژونکي برید کې ۱۷ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

۲۰۰۳ ـ نومبر: پاچا، مشورتي شورا ته پراخ واکونه ورکړل، چې وکولایې شي دده له اجازې پرته د قوانینو وړاندیز وکړي.

۲۰۰۴ـ فبروري:- د حج په مراسمو کې د ګڼې ګوڼې له امله ۲۵۱ کسه مړه شول.

بریدونه

۲۰۰۴ ـ اپریل:- ریاض ته نژدې یو برید کې د پولیسو ۴ افسران او یو امنیتي کارکونکی ووژل شول. ریاض کې د امنیتي ځواکونو مرکز کې د موټربم چاودنې ۴ کسه ووژل او۱۴۸ ټپیان کړل. القاعدې سره تړلې یوې ډلې يې مسؤولیت ومانه.

۲۰۰۴ـ مې:-د ینبع د تېلو په چاڼځي باندې برید کې پنځه بهرنیان ووژل شول. په (خبر) کې د تیلو شرکت پر ودانۍ باندې برید او یرغمل نیولو پیښې کې ۲۲ کسان ووژل شول.

۲۰۰۴ـ جون: د یوې اونۍ په ترڅ کې د ریاض په وسله والو بریدونو کې دوه امریکایان او د بي بي سي یوکمره والا ووژل شول. په همدې اونۍ کې یو امریکايي انجنیر وتښتول شو او سر يې پرې کړل شو، د هغه د مړینې فلم امریکا کې کرکه راوپاوله.

لږوروسته، امنیتي ځواکونو د القاعدې سیمه ییز مشر عبدالعزیز المقرن وواژه، اورپکو ته د بښنې اعلان د هغوی فعالیتونه کم کړل، خو اغېز يې محدود و.

۲۰۰۴ ـ دسمبر:-جدې کې د امریکا پر کونسلګرۍ برید کې، پنځه کارکونکي او څلور بریدکونکي ووژل شول.

د ریاض په مرکز کې دوه موټري بمونه وچاودیدل، وروسته په یو برید کې امنیتي ځواکونو۷ شکمن کسان ووژل.

۲۰۰۵ ـ فبروري/-اپریل: د لومړي ځل لپاره په ټول هیواد کې د ښاروالیوانتخابات وشول. ښځو په دغو ټاکنو کې برخه نه درلوده.

۲۰۰۵‍ ـ ۱آګست: سعودي شاهې ماڼۍ د پاچا فهد د مړینې اعلان وکړ. ولیعهد شهزاده عبدالله یې پر ځای پاچا شو.

۲۰۰۵ ـ سپتمبر: د دمامه په ختیځ ښار کې پنځه وسله وال او ۳ پولیس د نښتو په ترڅ کې ووژل شول.

۲۰۰۵ ـ نومبر:- د ۱۲ کاله خبرو اترو نه وروسته د نړیوالې سوداکرۍ سازمان سعودي عربستان ته د غړیتوب اجازه ورکړه.

۲۰۰۶ ـ جنوري:- په مکې کې د حج پر وخت پر ډبرو د شیطان ویشتلو مراسمو د ګڼې ګوڼې په ترڅ کې ۳۶۳ کسان ووژل شول. په یوې بلې پېښې کې له۷۰ نه زیات حاجیان هغه وخت ووژل شول چې د استوګنې یوه ودانۍ ونړېده.

۲۰۰۶ـ فبروري: حکومت وویل د ابقیق په سیمه کې د تیلو د چاڼولو پر یوې سترې کارخانې باندې یو پلان شوی ځان وژونکی بمي برید یې شنډ کړی.

۲۰۰۶ ـ جون:- شپږ سړي چې ادعا کېده القاعدې سره تړاو لري ریاض کې پولیسو سره نښتې کې ووژل شول، دا د یوشمیر هغو پیښو وروستۍ وه چې اسلامپالو اورپکو پکې ګډون درلود.

۲۰۰۶ ـ اکتوبر:- د راتلونکي نسل شهزاده ګانو ترمنځ د خپلمنځي جګړو د مخنیوي په خاطر، سعودي عربستان د پاچا د ځای ناستي د ټاکلو لپاره رسمي مقررات جوړ کړل.

۲۰۰۶ ـ‌دسمبر:- بریتانیا سعودي عربستان سره د الیمامه دفاعي معاملې په اړه د فساد پلټنه ودروله.

۲۰۰۷ ـ فبروري:- د سعودي عربستان په شمال لوېدیځ کې د مداین صالح په یوې لرغونې سیمې کې چې ډیر سیلانیان ورځي، د یو شکمن تروریستي برید په ترڅ کې څلور فرانسویان ووژل شول.

نیونې

۲۰۰۷ ـ اپریل: مذهبي پولیس د شکمنو کسانو د نیولو نه منع شول. ددغو ځواکونو د توندې رویې په خاطر، په توقیف کې د وروستیو مړینو له امله پرهغوی زیاتیدونکې نیوکې وشوې.

۲۰۰۷ـ سپتمبر:-سعودي عربستان او بریتانیا، د۷۲ یورو فایټر تایفون جنګي جیټ الوتکو معامله لاسلیک کړه.

۲۰۰۷ ـ اکتوبر:-شاهې فرمان د قضايي نظام د اصلاح امر ورکړ.

۲۰۰۷ ـ دسمبر: چارواکو د یوې ډلې شکمنو کسانو د نیولو اعلان وکړ او ویې ویل چې هغوی پلان درلود د حج مراسمو په وخت کې پر سپېڅلو ځایونو برید وکړي.

۲۰۰۸ ـ اپریل:-د بریتانیا سترې محکمې فیصله وکړه چې د بریتانیا حکومت غیر قانوني کار کړی چې سعودي سره د الیمامه ۴۳ میلیارده پونډو معاملې په هکله د فساد پلټنې یې لغوه کړي.

۲۰۰۸ـ جولای: د بریتانیا د مشرانو جرګې د سترې محکمې فیصله بیرته راوګرځوله او ویې ویل چې د الیمامه دفاعي معاملې په هکله د پلټنې د لغوه کولو په اړه د حکومت فیصله قانوني وه ځکه چې سعودیانو ګواښ کړی و چې د امنیتي مسایلو په اړه به لندن سره همکاري بنده کړي.

۲۰۰۸ ـ دسمبر:-سعودي عربستان او قطر د خپلې سرحدي پولې په اوږدو کې د لیکې د وروستۍ ټاکنې په هکله سره جوړ شول.

۲۰۰۹ ـ فبروري: نړیوال پولیس(انټرپول) د هغو۸۵ کسانو په اړه امنیتي خبرتیا ورکړه چې سعودي عربستان کې د بریدونو په تړاو ورباندې شک کېده، له دوو نه پرته نور ټول سعودیان وو.

پاچا عبدالله د حکومت يو نادره بدلون کې، د مذهبي چارو د پولیسو مشر، مشر قاضي او د مرکزي بانک رییس له کاره ګوښه کړل او د هیواد لومړنۍ ښځینه وزیره یې وګومارله.

۲۰۰۹ ـ اپریل:- سعودي عربستان وویل چې ۱۱ تنه د القاعدې اورپکي يې نیولي دي چې ادعا کېده د پولیسو پر تاسیساتو د بریدونو، وسله والوغلاوو او سړي تښتونو پلان یې درلود.

۲۰۰۹ـ جون: د امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رییس بارک اوباما منځني ختیځ ته سفر په ترڅ کې سعودي عربستان ته لاړ چې اسلامي نړۍ سره د امریکا اړیکي پراخې کړي.

د القاعدې محاکمه

۲۰۰۹ ـ‌ جولای:- د سعودي عربستان یوې محکمې د القاعدې اورپکو د یوې لومړۍ څرګندې تروریستي محاکمې په ترڅ کې خپله فیصله صادره کړه. مامورینو وویل ۳۳۰ شکمن کسان محاکمه شول، خو ویې نه ویل چې څومره کسان ګنهکاره وموندل شول. یو کس په اعدام محکوم شو.

۲۰۰۹ ـ آګست: سعودي عربستان وویل ۴۴ شکمن اورپکي چې ادعا کېده القاعدې سره یې تړاو درلود نیولي دي.

۲۰۰۹ ـ نومبر:- سعودي عسکرو، یمني یاغیانو سره د سرحدي نښتونه وروسته، په شمالي یمن کې یوه ډالي سیمه جوړه کړه.

۲۰۱۰ ـ اکتوبر:-امریکايي مامورینو سعودي عربستان باندې د ۶۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅلاو پلان تایید کړ،‌چې دا د امریکا په تاریخ کې د وسلو یوه تر ټولو ګټوره معامله وه.

۲۰۱۰ـ نومبر: سعودي مامورینو په تېرو اتو میاشتو کې د۱۴۹ اورپکو د نیولو اعلان وکړ چې ادعا کېده القاعدې سره یې تړاو درلود.

۲۰۱۰ ـ‌ دسمبر:- یوه افشا کوونکي ویبساټ (ویکیلیکس) یو لړهغه دیپلوماتیک پیغامونه افشا کړل چې ویل یې د امریکا متحده ایالتونه اندېښمن دي چې سعودي عربستان په نړیواله کچه د سُني تروریستي ډلو د تمویلولو ’’تر ټولو ستره’’ سرچینه ده.

اعتراضونه

۲۰۱۱ ـ فبروري:-پداسې حال کې چې په عربي نړۍ کې ناکراریو دوام درلود، پاچا عبدالله د ولس د خیر ښېګڼې چارو لپاره د بودیجې د زیاتوالي اعلان وکړ.

۲۰۱۱ـ‌ مارچ: د سعودي عربستان د ختیځ په شیعه مېشتو سیمو کې د وړو مظاهرو نه وروسته ، عمومي اعتراضونه منع شول. پاچا عبدالله خبرداری ورکړ چې د هیواد امنیت او ثبات په وړاندې به ګواښونه ونه زغمي.

سعودي عسکرو د بحرین د ناکراریو په ځپلو کې برخه واخیسته.

۲۰۱۱ـ جون: سعودي ښځو، پر ښځینه موټړ چلونکو باندې د بندیز پرخلاف د یو سیمبولیک اعتراض په ترڅ کې موټ روچلول.

۲۰۱۱ ـ سپتمبر:- پاچا عبدالله د ښځو لپاره د نورو حقونو اعلان وکړ، لکه د رایې ورکولو حق، د ښاروالیو انتخاباتو کې ګډون او د هیواد تر ټولو بانفوذه ادارې، مشورتي شورا، ته د ټاکل کېدو حق.

وروسته له دې نه چې یوه ښځه د موټر چلولو په جرم ګنهکاره وموندل شوه د لسو دُرو په وهلو محکومه شوه. دا لومړی ځل و چې د ښځو د موټر چلولو د بندیز څخه د سرغړونې په خاطر یوه قانوني سزا ورکړل شوه. پاچا عبدالله دا سزا بېرته وګرځوله.

۲۰۱۱ ـ اکتوبر:- د ولیعد شهزاده سلطان بن عبدالعزیز د مړینې وروسته، شهزاده نایف بن عبدالعزیز آل سعود دولیعهد په توګه ونومول شو.

۲۰۱۱ـ دسمبر:- د امریکا متحدو ایالتونو پر سعودي عربستان باندې د جنګي جټ الوتکو یو ستر خرڅلاو تایید کړ.

۲۰۱۲ ـ اپریل: ۵۰ کسان چې القاعدې سره د تړاو درلودل وشک ورباندې کیده محاکمه شول. یو تور دا و چې هغوی په ۲۰۰۳ کال کې د بهرنیانو په یو استوګنځي باندې بمي برید کې لاس درلود.

۲۰۱۲ـ‌ جون: ولیعهد شهزاده نایف ومړ، د هغه پرځای آزاد خیاله دفاع وزیر،۷۶ کلن شهزاده سلمان وټاکل شو.

سعودي عربستان ومنله چې ښځینه ورزشکارانې یې کولای شي د لومړي ځل لپاره د اولمپیک لوبو په سیالیو کې ګډون وکړي، پداسې حال کې چې اټکل کیده کیدای شي د سعودي ټوله ورزشي ډله به د جنسي توپیر له امله د ګډون څخه محرومه کړل شي.

۲۰۱۲ ـ جولای: امنیتي ځواکونو په ختیځ ولایت، قطیف کې یو شمیر خلک ونیول، ځکه چې عینی شاهدانو رپوټ ورکړی و چې پولیسو پر شیعه اعتراض کونکو ډزې کړي چې د شیعه روحاني، شیخ نمر النمر او نور ود آزادۍ غوښتنه یې کوله. څه موده وړاندې د هغه د نیونې پرضد اعتراضیه غونډې کې دوه کسان وژل شوي و.

۲۰۱۲ ـ سپتمبر: د بشري حقونو فعالین محمد القحطاني او عبدالله الحمید محاکمه شول، القحطاني تورن و چې د حکومت دا جازې پرته یې یو سازمان جوړ کړی و.

۲۰۱۳ـ فبروري: پاچا عبدالله، په مشورتي شورا کې چې پخوا پکې ټول نارینه و، ۳۰ ښځینه غړي شامل او سوګند ورکړ-دا په عامه چارو کې د ښځو د ګډون په لاره کې یو ستر ګام و. دا لومړی ځل و چې ښځې پر سیاسي دولتي څوکیو وټاکل شوې.

۲۰۱۳ ـ اکتوبر:-سعودي عربستان د ملګرو ملتونو سازمان په امنیتي شورا کې د غیر دایمي څوکۍ ترلاسه کول ونه منل او دا نړیوال سازمان یې د دوه ګونو معیارونو په درلودلو باندې تورن کړ، پدې دلیل چې د دوی له نظره یې په سوریې کې نړیوال اقدام ونه کړ، چیرې چې سعودي په کلکه د یاغیانو ملاتړ کوي.

په ۲۰۰۹ کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د یو انتقادي ریپوټ د خپریدو نه وروسته ، د بښنې نړیوال سازمان پر ریاض تور ولګاوه چې د بشري حقونوپه برخه کې یې خپلې ژمنې ندي عملي کړي. د بښنې نړیوال سازمان وویل ددې پرځای چې سعودي عربستان ددې ریپوټ وړاندیزونه عملي کړي د حقونو ځپل یې لا زیات کړل.

۲۰۱۴ ـ‌فبروري: د تروریزم ضد نوی قانون رامنځته شو. فعالین وايي چې له دې امله به مخالفین لا نورهم وځپل شي.

۲۰۱۴ـ مارچ: سعودي عربستان یو شمیر اسلامپالې ډلې د تروریستي سازمانونو په نوم یادې کړې او د هغوی تمویل او ملاتړ یې ممنوع کړ. پدې ډلو کې اخوان المسلمین، د النصره جبهه او په عراق او شام کې اسلامي دولت ډله شامل دي.

۲۰۱۴ ـ سپتمبر:- سعودي عربستان او څلورو نورو عربي دولتونو د امریکا متحدو ایالتونو سره په ګډه په سوریې کې د اسلامي دولت ډلې اورپکو د سنګرونو پرضد هوايي بریدونو کې برخه واخیسته.

۲۰۱۵ـ جنوري: پاچا سلمان، د پاچا عبدالله د مړینې وروسته د سعودي عربستان د پاچاهۍ پر تخت کېناست.

ورته مطالب